کندهارى ميرمني : ټولنيز حالت مو ورځ تر بلي خرابيږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33950
احمد لودين
دخبریدو نیټه : 2010-03-17

د کندهار ولايت مېرمنې وايي چې له تېرو اتو کلونو را په دې خوا نه يوازې دا چې په ژوند کې يې ښه والى نه دى راغلى، بلکې ورځ تر بلې يې په وړاندې نوې ستونزې او کړاوونه زېږي. يادي ښځي د ښځو چارو پر رياست او نورو مرستندويي موسسو نيوکه کوي چي د ښځو په وړاندي پرتي ستونزي يي په هيڅ ډول نه دي حل کړي . د ښځو چارو درياست ريسه هم د ښځو په وړاندي پرتي ستونزي مني خو وايي چي تر خپله توانه يي کار کړي . دغه مېرمنې، ناامني، فقر، کورنى تاوتريخوالى، زده کړو او روغتيايي خدمتونو ته نه لاس رسى، نرواکي او نور د ځانونو په وړاندې ستر خنډونه ګڼي او نيوکه کوي چې دولت او مدني ټولنې د هغوى د ستونزو په هواري کې پاتې راغلي دي. د کندهار يوه روڼ اندې مېرمن او د ښځينه حقونو د دفاع يوه فعاله شاهده حسين وايي چې په ټوله سيمه کې د نارينه وو په پرتله د مېرمنو حالت د اندېښنې وړ دى. د هغې په خبره، د دې ستونزې لامل د ناامنۍ او بې سوادۍ تر څنګ، په دولتي چوکاټ کې د کار، زده کړې او روغتيايي خدمتونو په برخه کې د قانوني ملاتړ نه درلودل دي. نوموړې وايي، کله چې د يوې مېرمنې حقوقي دوسيه محکمې ته ځي، مسوولين ترې ډډه کوي، ځکه چې په دغو ارګانونو کې اداري فساد موجود دى. شاهده حسين د مېرمنو د يادو شويو ستونزو په برخه کې د ښځو چارو رياست او نورو مدني ټولنو پر رول نېوکه کوي او وايي چې دغو ادارو اوس تجارتي بڼه خپله کړې او هر څه يې د کاغذ پر مخ دي او عملاً هيڅ نه کېږي. نوموړې مېرمن د ښځو د ټولو ستونزو د هواري يوازينۍ لار د اداري فساد له منځه وړل بولي او وايي چې په کارونو کې دې اهليت او اړتيا ته پام وشي او قانون دې په بشپړه توګه پلى شي. د کندهار ولايت د ښځو چارو رئيسه مېرمن رڼا ترين د ښځو پر وړاندې ټولې ستونزې مني، خو وايي چې د ښځو چارو رياست د امکاناتو په چوکاټ کې يې تر خپلې وسې د ښځو لپاره يو شمېر کارونه تر سره کړي دي. هغې زياته کړه، په کندهار کې د نا امنيو، خرابو شرايطو او بېلابېلو نورو ستونزو سره سره يې په روان ١٣٨٨ کال کې د دې ولايت د نژدې ١٠٠٠ تنو مېرمنو لپاره د کار شرايط برابر کړي دي. خو د هغې په خبره دا هغه څه نه دي چې د ټول ولايت په کچه د مېرمنو ستونزو، کړاوونو او غوښتنو ته ځواب وويلاى شي. دا وايي، د تېر په څېر سږ کال هم په کندهار کې د مېرمنو په وړاندې د تاوتريخوالي او ستونزو کچه زياته وه او د پام وړ ټيټوالى پکې نه دى راغلى. نوموړې وويل، په روان ١٣٨٨ کال کې د ښځو چارو له رياست سره د مېرمنو د تاو تريخوالي ١٥٩ پېښې ثبت شوي چې ١٠ يې د وژنې او پاتې نور يې له کور څخه د تېښتې، وهلو ټکولو، د زهرو د خوړلو او د نشه يي توکيو د کارولو پېښې دي.