AP: د حامد کرزي او ملابرادر اړیکي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33962

دخبریدو نیټه : 2010-03-17

 

سرچینه: اسوشیتت پرس آژانس

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د اسوشیتت پرس  آژانس په خپل تازه راپور کې د افغان ولسمشر حامد کرزي د یوه سلارکار هغه څرګندوني را اخیستي چې وایې د پاکستان دولت د ملابرادر اخند په توقیف سره د حامد کرزي او طالبانو د سولې پروسې ته سخت تاون رسولی دی.

د حامد کرزي دغه سالاکار آژانس ته ویلي چې افغان دولت د ملا برادر تر نیول کیدو دمخه څو ځلي له هغه سره اړیکې نیولي وي تر څو په افغانستان کې د سولې د پروسې لپاره یو میکانیزم جوړ او طالبان له وسله وال مقاومت څخه  سولیز ژوند ته را واړوي.

اسوشیتت پرس لیکي چې د طالبانو له عمده مشر ملا عمر را ښکته له ملا عبدالغني برادر سره د افغان دولت د سولې په اړه شویو خبرو اوس پوښتني را منځ ته کړي چې آیا امریکا غواړي د سولې د هغه پلان ملاتړ وکړي چې پکې له هغو کسانو سره خبري کیږي چې په نیویارک او واشنګتن باندي بریدونو کې یې لاس درلود او یا یې له دغو بریدونو څخه په یوه  ډول نه په یوه ډول ملاتړ کاوه؟

د حامد کرزي دغه سلاکار اسوشیتت پرس ته ویلي چې حامد کرزی چې کله د پاکستاني دولت او امریکا د استخباراتي ادارې له هغه کار څخه چې ملا برادر یې نیولی خبر شو نو سخت په قهر شو دا ځکه چې ملا برادر اخند د حامد کرزي په نوښت د سولې په هغه جرګه کې چې د اپریل په میاشت کې جوړیږي د خپل ګډون په باب شین څراخ ښولی وو او دا په دې معنی چې هغه په دغه دری ورځنۍ جرګه کې ګډون ته خپل چمتو والی ښولی وو.

اسوشیتت پرس لیکي چې د حامد کرزي دغه سلاکار چې د سولې په خبرو کې ښکیل دی وایې چې دی خپل نوم د موضوع د حساسیت له کبله رسنیو ته نشي څرګندولای .

په ورته وخت کې د هلمند د والي سلاکار علي شمسي هم له افغان دولت سره د ملا عبدالغني برادر د مکررو تماسونو د ټینګیدو پخلی کړی او رسنیو هم رپوټونه ورکړي چې ملا برادر تر نیول کیدو دمخه څو څو ځله د حامد کرزي له استازو سره اړیکي نیولی خو دا لومړی ځل دی چې داسي یو خبر خپریږي چې ګواکي کرزي له ملا برادر سره تماس درلود او د پاکستان له لوري د هغه په نیول کیدو سخت خفه دی.

اسوشیتت پرس آژانس وړاندي لیکي چې دا مسله تر اوسه هم پټه پاتي ده چې څرنګه له ډیر وخت وروسته ناڅاپه ملا برادر تیره میاشت د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو.

د آژانس په لیکنه چې اوس د حامد کرزي ټیم غواړی چې هر څومره ژر چې یې امکان وي ملا برادر خپل لاس ته کړي او په همدې منظور حامد کرزی هم تیره اونۍ پاکستان ته تللی  وو خو تر اوسه داسي نښکاری چې ګواکی اسلام آباد کابل ته د ملا عبدالغني برادر د سپارلو لپاره چمتو دی.

که څه هم تر اوسه د حامد کرزي د هغه د ګاونډیو او نړیوالو متحدیدنو تر منځ د پیل شوي ډانس لوری ندی روښانه خو له طالبانو سره د افغان دولت د سولې پروسه پر مخ درومي.