په افغانستان کې د امریکا جګړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33974
ژباړن: ولي اکبرزاده
دخبریدو نیټه : 2010-03-18


ټام هیډن/ سرچینه: (Common Dreams)                                     

یو اوږد ژمی هم پای ته و رسېد، خو په افغانستان کې د سولې درک نشته. تجربې ثابته کړې، چې د سولې په برخه کې دا مهمه نه ده، چې د بارک اوباما اقداماتو ته انتظار وشي. د امریکا درانده اقتصادي رکود دیوالي توب تقویه کړی او د خلکو توجه یې له هغو هېوادونو اړولې، چې هلته امریکا پر جګړه بوخته ده.
په داسې حال کې، چې تر ولسمشریزو ټاکنو او د ولسمشر حامد کرزي تر انتخاب وروسته له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو فرصت ترلاسه شوی و، اوباما له دغه فرصت نه د استفادې پرځای په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر لا زیات کړ، خو ژمنه یې وکړه، چې د امریکایانو تر نیوکو وړاندې به له افغانستان نه امریکایي پوځیان ووځي.
د امریکا د کانګرس یوه غړي ډنیس کوسینیچ هوډ کړی، چې د ولسي جرګې غړي دې ته متوجه کړي، چې د افغانستان د جګړې په ګټه مثبته او یا منفي رایه ورکړي. د کوسینیچ طرح که هیڅ کار ونه وکړي، دومره خو به وکړي، چې د کانګرس دریځ معلوم کړي. د امریکا کانګرس تر درې ساعته بحث وروسته همغسې د افغانستان د جګړې پر دوام ټینګار کړی دی.
د کوسینیچ د طرحې پر وړاندې د امریکا د کانګس غبرګون به دا وښیي، چې کانګرس د جګړې په برخه کې څومره خپل واکونه حکومت ته ورکړي دي. په داسې حال کې، چې لیبرال ډیموکراټ ګوند ډېری غړو د کوسینیچ له طرحې خپله نارضایتي ښوولې او دا یې د جګړې پر وړاندې یوه ناکامه طرح بللې ده.
د امریکا د کانګرس غړو د افغانستان په اړه  خپله لاره ورکه کړې ده. په کانګرس کې د افغانستان د چارو مشري د پرمختګ غوښتونکو له ډلې څخه د جګړې د یوه مخالف کس مایک هونډا پر غاړه ده. هغه تېر کال په خپلې طرحې سره  ټول حیران کړل، ځکه ده ویلي و، چې اوسمهال په افغانستان کې د امریکا ۸۰ سلنه پروګرامونه باید پر پوځي چارو راوڅرخي، خو په راتلونکی کې باید اتیا سلنه پر مدني پروګرامونو متمرکز وي.  په دې برخه کې د کانګرس یو بل پرمختګ غوښتونکی لاین وولسي هم پّ دې باور دی، چې امریکا دې په افغانستان کې خپل حضور نه غځوي، خو هغه په دې برخه کې عملي اقدام نه کوي او همدا سبب دی، چې له نورو سوله غوښتنونکو بیل شوی دی.
پر دې سربېره پارلماني ډله، چې شاوخوا ۷۰ غړي لري له عراق نه د وتلو پر سیاست ولاړه وه، خو اوس چوپه خوله پاتې ده او دا پّ داسې حال کې ده، چې په ۲۰۱۲ کال کې له عراق نه د امریکایي پوځیانو د وتلو په اړه  د بارک اوباما طرح هم له ننګونو سره مخامخ شوې ده. 
به نږدې راتلونکي کې به په کانګرس کې د امریکا پر ځانګړې جنګي بودجې بحث کیږي، چې ۳۳ میلیارده ډالره پکې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو زیاتوالي او ۱۵۹ میلیونه ډالر په عراق او افغانستان کې د امریکایي حضور لپاره ځانګړي شوي دي. د بارک اوباما له دې طرحې سره د ډیموکراټانو له مخالفت سره سره، فکر نه کیږي، چې کانګرس به په افغانستان کې د پوځیانو د زیاتوالي په اړه د بودجې دغه رقم راکم کړي. د باربرا لي طرح هم ګونګه پاتې شوې، چې ددغو ۳۳ میلیونه ډللرو د بلوکه کولو وړاندیز یې پکې کړی و.
په تېر عیسوي کال کې د سپینې ماڼۍ له مخالفت سره سره، مک ګاورن په دې بریالی شو، چې په افغانستان کې د امریکا د حضور د ستراتیژۍ د وضاحت په اړه د اکثریت ډیموکراټانو ملاتړ ترلاسه کړي. د اوباما دغه اعلان ، چې په ۲۰۱۱ کال کې به امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وباسي، د مک ګاورن طرح لا جذابه کړه. هغه نېشن خپرونې ته ویلي، چې د وتلو ستراتیژي به نوره هم و اوډي. فین ګلډ ، چې په تېر ډسمبر کې یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د زیاتوالي مخالفت کړی و تر اوسه پر خپل دریځ ولاړ دی. هغه په افغانستان کې د پوځیالنو د کمولو لپاره یو انعطاف منونکی زماني جدول جوړ کړی و او  له هغې بودجې سره یې مخالفت کړی و، چې په افغانستان کې ډېری د پوځي چارو لپاره بېله شوې وه. امکان دی دوی دواړه پر یوې نوې ستراتیژي کار وکړي. دامریکا په دولت کې دافغانستان د سیاستونو په اړه دغسې یوه تدوین شوې ستراتیژي کلیدی ارزښت لري، ځکه له دې پرته له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتل ناشوني دي. د افغانستان د چارو ډېری څارونکي په دې نظر دي، چې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو پرته له طالبانو سره روغه جوړه ناشونې ده.
د پاکستاني ژورنالیست د رپوټ پر بنسټ، له ۲۰۰۹ کال را پّ دې خوا له طالبانو سره خبرې اترې چټکې شوې دي. رشید د ریچارډ هالبروک په مشرۍ د امریکا د ډپلوماتیکې ډلې غړی دی. هغه به خپله یوه لیکنه کې د طالبانو او لویدیز ترمنځ د خبرو اترو راز افشا کړی دی. هغه په یوه اووه ماده یي وړاندیز کې د طالبانو د مشرانو د نیولو د لړۍ بندول غوښتي، چې په دې توګه طالبان یو قانوني ګوند جوړ کړي، وسلې ټولې او هغوی دافغانستان په سیاسي بهیر کې داخل شي.
که څه هم د رشید وړاندیز له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتلو ته اشاره کوي، خو په عملی کې دغسې څه نشته. دا په داسې حال کې ده، چې د خبلرو اترو لپاره د طالبانو یو مهم شرط د بهرنیو ځواکونو وتل دي. په ۲۰۱۱ کال کې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تدریجي وتل د طالبانو لپاره یو سګنال کېدای شي. په دغسې شرایطو کې د مک ګاورن او فین ګلډ طرحې کولای شي امریما، افغان دولت او طالبان یوه داسې فورمول ته رانږدې کړي، چې جګړه پرېږدي او سوله ییز حل ته سره کښېني. یوازینی ځایناستی یې هغه اږده جګړه ده، چې سناریو یې نویو محافظه کارانو لیکلې او په تریلیونونو ډالره لګښت اخلي.
په عین حال کې عمومي افکارو ته په پام سره،  د امریکا کانګرس دا توان لري، چې دغسې یوه طرح تصویب کړي. د ویتنام اوعراق جګړو ته په پام سره د امریکا عامه افکار دجګړې په اړه بدبینه دي، خو تر اوسه لا دومره غوسه نه دي، چې په یوځل جګړه پای ته و رسوي. د افغانستان په جګړه کې، چې هرڅومره افغانستان ښکیلیږي د عامه افکارو بدبیني ډېریږي، خو دا به د کانګرس کار وي، چې په خپلو مصوباتو سره عامه افکار د یوه سیاسي اقدام پر لور رهبري کړي.