زابل : ځوانان دپوهني په برخه کي له نه امکاناتو سر ټکوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33976

دخبریدو نیټه : 2010-03-18

د زابل ولايت اوسيدونکي شکايت کوي چي ددي ولايت په ډيرو ولسواليو کي ښوونځي تړل سوي دي او ډير نوي ځوانان د نه زده کړو له کبله بي سرپرسته ګرځي نوموړي ځوانان وايي لږ کسان توانيدلي دي چي د زابل مرکز قلات ښار ته د زده کړو دپاره راغلي خو د قلات ښار په ښوونځيو کي هم د مسلکي ښوونکو او د لوړو ټولګيو د تدريسي کتابونو د نه شتون له کبله يي زده کړي نيمګړي دي . د زابل داوسيدونکو او د ښوونځيو د زده کوونکو دا ستونزي مو د زابل د مرستيال والي ګلاب شا عليخيل سره شريکي کړي هغه بينوا ته د نوموړو شکايت او ستونزي پر ځاي وبللي خو لامل يي زابل ته د پوهني په برخه کي د پوهني وزارت نه پاملرنه وبلل . د عليخيل په خبره چي ددي له امله په زابل کي د زده کړي کچه هم ډيره ټيټه ده . د مرستيال والي عليخيل په خبره چي زابل ولايت په خپل تشکيل کي ١٨٤ ښوونځي لري خو دا مهال يي يوازي ٣٣ بابه ښوونځي او عالي دارالعلوم د زده کوونکو په پر مخ خلاص دي او پاتي نور يي ټول د ناامنيو او کافي امکاناتو په نه شتون کي تړل سوي دي چي ډيره برخه يي په ولسواليو کي ده عليخيل دا هم وويل چي دوي اوس مهال د تړل سوو ښوونځيو بيرته پرانستل پيل کړي او ددوي د پلان له مخي به په نوي کال کي ٥٠ سلنه ښوونځي خلاص کړي . زابل دهيواد په سهيل کي د کندهار ګاونډي ولايت دي چي ناامني پکښي د نورو سيمو په پرتله زياته ده چي له دي کبله د نورو برخو تر څنګ ښوونيز بهير هم ټکنى سوي او له ستونزو سره مخ دي .