Associated Press: پر مارجې د طالبانو د ډار کمپاین

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33989

دخبریدو نیټه : 2010-03-18

Associated Press: پر مارجې د طالبانو د ډار کمپاین


سرچینه:  اسوشیتت پرس آژانس

 

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د اسوشیتت پرس آژانس د افغان او بهرنیو سرتیرو له لوري د مارجې ولسوالۍ تر تصرف وروسته په دغه ولسوالۍ باندي د طالبانو د ویر د هغه خپاره شوي کمپاین په اړه مقاله خپره کړي چې خلک له بهرنیو او افغان سرتیرو سره له همکارۍ څخه راګرځوي.

آژانس لیکي، طالبانو د خپل جنوبي مرکز ( مارجې) تر له لاسه ورکولو یوه میاشت وروسته  یو بل ډول جګړه دغلته په لاره اچولې.

آژانس لیکي چې ترورونه او له افغان او بهرنیو ځواکونو سره د سیمې دخلکو د همکارۍ د بندولو لپاره د خلکو ډارول د دغه کمپاین شامل اړخونه دي.

اسوشیتت پرس لیکي چې طالبانو په دې لړ کې د افغان دولت د لومړي ملاتړي سر له تن څخه بیل  کړ.

داسي آوازي شته چې د وژل شوي کس د کور په دروازې داسي یو لیک  سریښ کړای شوی وو چې که څوک له حکومت سره همکاري وکړي سر به یې له تن څخه ورته بیل کړای شي.

افغان او امریکايي چارواکي اوس له کابل  څخه د دغې ۵۸۰ کیلومتره لري پرتې ولسوالۍ د ساتلو لپاره د عامو خلکو ملاتړ ته شدیده اړتیا لري .

مارجه د دریو اونیو په ترځ کې د هغو عملیاتو  په پایله کې ونیول شوه چې د فرورۍ میاشتې په ۱۳مه نیټه د شاوخوا ۱۵۰۰۰ افغان او بهرنیو سرتیرو له لوري په لاره اچول شوي ول.

د مارجې عملیات به د هغه کمپاین لپاره یو ماډل وي چې تاکل شوي په پسرلي  کې د کندهار په ګډون په یو شمیر  نورو جنوبي ولایتونوکې له طالبانو څخه د کلیو د خوندي ساتلو لپاره په لاره واچول شي.

پوځي قوماندانان باور لري چې د طالبانو دغه نوي کمپاین څه نه څه اثرات هم د سیمې  پر خلکو اچولي دا ځکه چې د مارجې له خلکو سره د افغان او بهرنیو چارواکو په څو  غونډو کې خلکو داسي پوښتني له چارواکو کړي چې آیا امریکایان جوماتونه تړي؟

 او ایا هغوي خلک له لمانځه راګرځوي؟

ایا امریکایان په خپلو مرکزونو کې داسي پوستې جوړوي چې د سیمې ښځو ته ترینه وګوري او آیا بهرنیان د مارجې د خلکو کروندې  ترینه غصبوي؟

 
په مارجه کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه قوماندان جیف رول اسوشیتت پرس ته ویلي چې دوي نه پوهیږي چې څومره طالبان به په مارجه  کې پاتې وي خو په دې پوهیږي چې ډیری افغان طالبان په سیمه کې د ولسي خلکو په منځ کې  ګډ شوي دي خو بهرني طالبان له دغو سیمو تښتیدلي دي.


د سمندري ځواکونو دغه قوماندان په دې باور دی چې که څه هم  طالبان په مارجې  کې مات شوي خو بیا هم د سیمې په خلکو د هغوې اثر  پروت دی او خلک  ترینه سخت ډاریږي.


اوس د مارجې اوسیدونکو ته د ګرځنده ټلیفونونو یو انټن هم نصب کړای شوی تر څو هغوي وکولای شي چې له موبایل ټلیفونونو څخه کار  واخلي.


خو دغه انټن د شپې کار نکوي دا ځګه چې طالبانو د انټن مسولینو ته خبر داری ورکړی چې خپل خدمتونه د شپي پر  مهال بند کړي  او د آژانس په باور چې طالبان دغه کار د دې لپآره کوي چې خلک د هغو ماینونوپه اړه افغان او بهرنیو سرتیرو ته اطلاع ورنکړي چې طالبان یې د شپې له خوا دغلته خښوي.


په مارجه کې د اوبو د کانال په پاکولو بوخت کارګران هم طالبانو وهلي ډبولي او هغوي ته یې ګواښ  کړی چې له دغه کار څخه لاس  واخلي.


په افغانستان کې د ملګرو متلونو یوه پخواني امنیتي سلاکار مارین پیترسن ویلي چې دی باور نکوي چې طالبان به د مارجې په پریښودو ډیر ضعیف شوي وي دا ځکه چې افغان دولت په اوږده مهال کې  دغلته نشي پاتي کیدای اوطالبان به خپل د قوماندې مرکز له مارجې څخه د هلمند یوې بلي سیمې ته وړی وي.


ویل کیږي چې د مارجې د اتیا زرو اوسیدونکو ډیری یې د طالبانو د ویرې دکمپاین تر پوښښ لاندي راغلي په داسي حال کې چې د مارجې په مربوطاتو کې دمګړۍ څلور زره افغان او بهرني سرتیري ځای پر ځای دي.

د سیمې یوه اوسیدونکی بورجان اسوشیتت پرس ته ویلي چې د ده کلا د امریکا د سمندري ځواکونو له لوري تر  هغه پوري د ده په اجازه نیول شوي تر هغوچې هغوي په دغه سیمه کې خپله پوسته جوړوي خو دی وایې چې د طالبانو  له ویرې هغه کرایه نشي اخیستلای چې امریکايي سمندري ځواکونو ورته مقرره کړي ده.


اسوشیتت پرس د مطلب په پای کې په مارجه کې د دریو کلینیکونو او دوو اپتدایه ښونځيو له پرانیستلوکیسه کوي چې وایې کلینکونو ته له کابل  او نورو سیمو څخه ډاکټران او نرسان راوستل شوي او په ښونځيو کې هم تر اوسه پوري سل تنه کوچني ماشومان چې  نجونې پکې  ډیري کمي دي زدکړې کوي.

Transleted By Mirwais Jalalzai