Reuters: امریکا ژوندی بن لاډن غواړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33990
میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-03-18


Reuters: امریکا ژوندی بن لاډن غواړي

سرچینه: رویټر خبري آژانس

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


رویټر خبري آژانس د امریکا هغه غوښتنه را اخیستي چې وایې دوي د القاعدې ډلي مشر اسامه بن لاډن ژوندی غواړي.

په افغانستان کې د ناټو امریکايي مشر قوماندان جنرال ستنلي مک کریسټال ویلي چې امریکا د اسامه بن لاډن له ژوندي نیولو سره علاقه لري .

خو رویټر آژانس د مک کریسټال او د امریکا د لوی څارنوال ایریک هولډر خبري په تناقض  کې بولي .


رويټرز لیکي چې په افغانستان کې دغه امریکایی جنرال لا هم د اسامه بن لاډن د ښکار کولو په لټه کې دی هغه هم ژوندی چې آیا امکان به ولري که نه؟.

د امریکا لوی څارنوال ایرک هولدر بیا تیره اونۍ ویلي چې د بن لاډن د نیولو چانس مایکرسکوپي ( ډیر ووړ) دی ځکه چې ښایې هغه د امریکا دبي پیلوته الوتکو په برید کې یا وژل شوی وي او یا هم دخپلو ملګرو له لوري نیول شوی وي.

رویټرز لیکي چې لوی څارنوال د اسامه بن لاډن د وژلو او یا هم ژوندي نیولو دستور ورکړی په داسي حال کې چې جنرال کرستال بیا وایې چې دوي یې یوازي د ژوندي نیولو لټون کوي او تمه لري چې د القاعدې دغه تبهکار مشر به یوه ورځ ژوندی د دوي لاس ته ورشي.

جنرال کرستال ویلي چې په دې شک نشته چې امریکايي ځواکونه د بن لاډن د نیولو لټون کوي او ډیره هڅه په دې ده چې هغه ژوندی ونیول شي.

کرستال وویل: (( اوه، نه! که اسامه بن لاډن د افغانستان منځ ته راشي مونږ به دقیقاً هغه تعقیب کړو، وبه یې  نیسو او عدالت ته به یې را کش کړو او دا هغه څه دي چې ټول خلګ پرې پوهیږي )).

رویټرز لیکي چې د دوو امریکايی مقاماتو دغه متضادې څرګندوني دا سوال بي ځوابه پریږدي چې د اسامه بن لاډن په اړه د دغو دوو لوړ پوړو امریکايي چارواکو په ظهن کې بنیادي فرق په  څه کې دی.

د امریکا لوی څارنوال د بن لاډن مړینه بهتره بولي ځکه چې هغه وایې  که چیرته اسامه نیول شوی وای ېا ونیول شي نو دا ډیره ستونزمنه شي چې ایا هغه به د امریکا په پوځي او یا هم ملکی محکمه کې  محاکمه کیږي، او آیا هغه به د مدافع وکیل د نیولو حق ولري که څنګه او داسي نوري جنجالي مسلې.

رویټرز د امریکا له لوی څارنوال څخه په حواله لیکي چې وایې په تیرو څو میاشتوکې دی ویني چې د بن لاډن د نیولو چانس نه وو تر سترګو شوی او القاعده ډله لا هم امریکا ته د یوې دښمنې څیرې په توګه  ګوري.

رویټرز لیکي چې د القاعدې بل عمده مشر ابو معصب الزرقاوي چې په عراق کې یې  دالقاعدې مشري کړله د مک کرستال په  هغو عملیاتو کې په ۲۰۰۶ کال مړ شو چې د عراق په بیلا بیلو سیموکې د القاعدې پر ضد په لاره اچول شوي وو او اوس هم دغه امریکایی جنرال په دې باور لري چې بن لاډن د افغانستان ا وپاکستان تر منځ په غرنۍ پوله کې خو د پاکستان لوري ته پټ شوی دی.

رویټرز لیکي چې د القاعدې د هرې ورځي کارونه د دغې ډلي د بل مصري تباره مشر ایمن الظواهري له لوري څارل کیږي هغه کس چې د طب ډاکټر هم دی.

رویټرز لیکي چې امریکايی چارواکي وروسته تر هغه چې د سپټمبر بریدونه په امریکا تر سره شول د هغه وخت د ولسمشر جورج بوش د هغه فرمان په عملي کولو تر اوسه هم ندي توانیدلي چې شعار یې ورکړی وو چې اسامه بن لاډن یا باید ژوندی ونیول شي اویا باید له مینځه یوړل شي.

 

Transleted By Mirwais Jalalzai