د هند او پاکستان مذاکرات، د امریکا په ګټه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33997
ژباړن : ولي اکبرزاده
دخبریدو نیټه : 2010-03-18

سرچینه: اسیا ټایمز

دا سمه ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ خبرې اترې له ستونزو سره مل وې، خو دغه خبرې اترې دوه اونۍ وړاندې د زیاتنو ګټو د حصول په موخه پیل شوې.  دا سې تمه نه وه، چې د هند او پآکستان په سړو اړیکو کې دې پرمختګ وشي، یا له دغو دوو هېوادونو څخه یو هغه بریالی شي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په کچه د نوي ډیلي او اسلام اباد د سازمان شویو خبرو اترو ملاتړ کاوه، ځکه ۱۴ میاشتې وروسته په یوه پیل شوې لوبه کې لویدلي توپ ارامه سا واخسته.
که څه هم دواړه اړخونه یو بل په داسې حال کې ویني، چې په نهیلوونکې توګه د خبرو اترو د پیل لیوال دي، خو دغو مذاکراتو ته د هند او پاکستان دید متضادې رویې راښیي.  هندي چارواکو له مذاکرې نه تل د یوې ګټونکې وسیلې په توګه کار اخستی، څو پآکستان دې ته اړباسي، چې ددوی غوښتنو ته ځواب ووایي. په دې معنا، چې اسلام اباد د ترهګرو ډلو له ملاتړ نه لاس واخلي.
اسلام اباد هم په ماهرانه ډول، ځان د واشنګټن پر وړاندې ټینګ کړی، چې له خپلې ستراتیژیکې سرمایې، چې طالبان ګڼل کیږي، د قدرت د اهرم په توګه کار واخلي. په افغانستان کې د امریکا د جګړې په رووستیو پړاوونو کې داسې ګڼل کیږي، چې هند له یوې سیمه ییزې انزوا وېریږي.
دا هیڅ یوه فرضیه هم معتبره نه ده. نوی ډیلی باید و پوهیږي، چې له خبرو اترو نه پر ډډې کولو سربېره، اسلام اباد د هند له دغه وړاندیز نه ځان تېروي، چې په خپله خاوره کې هغه ډلې وځپي، چې په هند کې دمرګ ژوبلې عامل ګرځي. پّ حقیقت کې شته نښې نښانې دا ښیي، چې پاکستان د هند پر وړاندې ترهګري د یوه دولتي سیاست پّ توګه استعمالوي.
په همدې توګه که اسلام اباد دا فکر کوي، چې هند په کابل کې د طالبانو د حکومت منځ ته راتګ مني، دا به د پاکستان ساده لوحي او بې تجربه ګي وي. پر دې سربېره، چې نوی ډیلی له سیاسي ثبات نه برخمن دی، څو نور ګټور عوامل هم په واک کې لري، تر دې، چې د دغه ځواکمن هېواد اقتصاد په سلو کې د ۹ سلنه ودې پر لور رهي دی او د امریکا پرله پسې مرستو ته اړتیا نه لري.
هندي چارواکو د مذاکراتو له موضوع نه استفاده وکړه ، څو د ترهګرۍ موضوع د خلکو د پام په محور واړوي. لنډه دا، چې د هند کړنلارې سختې وې او نوي ډیلي درې داسې دوسیې وړاندې کړې، چې په هغو کې په باکستان کې د میشتو ترهګرو نومونه وو.
خو د هند دریځ د خبرو اترو پرمهال انعطاف وکړ او په  دوه اړخیزو اړیکو کې متنوعو مسایلو ته په پام سره یې ځان منطقي او خبرو اترو ته چمتو وښود.
د اسلام اباد چارواکو په ظاهره دا تمه نه درلوده، چې هند به د پاکستان یو جګپوړی امنیتي چارواکی د ترهګر په توګه معرفي کوي. د پاکستان سیاسي واقعیتونو ته په پام سره، په داسې حال کې، چې ټول واک د پوځ په لاس کې دی، دغه تور د پاکستان د پلاوي مشر او د بهرنیو چارو وزارت مودب مرستیال سلمان بشیر دې ته اړ اېست، چې د پاکستان په قونسلګرۍ کې د یوې ۹۰ دقیقه یي خبري غونډې پرمهال پر هند خپلې توندې او غیرمعمولي نیوکې وکړي. دا، چې څنګه د پاکستان پر یوه جګپوړي پوحي افسر هند تور لګوي، باید و ارزول شي، ځکه نوي ډیلي د پاکستان لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني په هند کې د ترهګرۍ د اصلي طراح په توګه په ګوته کړ.
موږ کېدای شي په راتلونکو ورځو کې د نویو توبانونو شاهدان واوسو او دا، چې امریکا د افغانستان د ستونزې او د بارک اوباما د ستراتیژۍ ترڅنګ څومره د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي مخه نیولای شي.
د پاکستان د پوځ په اړه د بارک اوباما هیله منتیا ډېره هیښوونکې ده. امریکا د ناټو سازمان د یوه مهم متحد په توګه دې ته ژمن دی، چې په افغانستان او منځنۍ اسیا کې خپله ستراتیژي پلې کړي. امریکا په روانه ۲۱مه پېړۍ کې پر هند د خپل یوه ستراتیژیک ملګري په توګه حساب کوي او ځواکمن چین او روسیې سره مخامخیږي.
په داسې حال کې، چې ۲۰۱۰ کال جاري دی، له هند نه د بارک اوباما د لیدنې په اړه د هند وګړي په لیوالتیا کې پایي. اوباما له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی. هغه په نهیلۍ شره د پاکستان د پوځ مرستو ته اړ دی، چې طالبان د خبرو اترو میز ته کښینوي. له دې پرته د افغان او امریکایي ځواکونو مرګ ژوبله پای ته نه رسیږي، خو وخت ډېر لږ دی.
د پاکستان پوځ داسې احساسوي، ېچ بارک اوباما نهیلی شوی دی. دغه پوځ پوهیږي، چې په هندوکش کې دامریکا د ګټو په خوندیتابه کې پوره تجربه لري، خو دا کار زیات لګښت غواړي. د پاکستان پوځ له امریکا نه ګڼې غوښتنې لري او غواړی د واشنګټن په مرسته د خپل دودیز دښمن پر وړاندې په پښو ودریږي او دغه راز د هغه اتومي هوکړه لیک وړ دی، چې پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش هند ته وبښله. اسلام اباد د واشنګټن هیڅ داسې فکر نه شي منلای، چې هند ته د یوه سیمه ییز ځواک رول ورکړي او د امریکا د منځګړي رول په تمه دی، چې پر هند فشار راوړي، چې د کشمیر مسالې اواري ته یې وهڅوي.

پاکستان له امریکا سره د یوې ستراتیژیکې اړیکې په لټه کې دی، چې د یوه سیمه ییز اټومي ځواک په توګه یې وپېژني. دغه موضوع د افغانستان د جګړې له اړتیاوو او یا په مرکزي اسیا کې د ناټو د پراختیا له پروګرامونو اوړي.
نوی ډیلی او په حقیقت کې د سیمې نور ځواکونه دا له نږدې ځیري، چې د بارک اوباما حکومت له پاکستان سره څومره مرستې کوي. له دې سره سره، هند له یو شمېر نورو مهمو لوبغاړو سره هم مشورې پیل کړې او دا د اوباما سیمه ییزو سیاستونو ته ګواښ پېښولای شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس ایم کرشنا له پروګرام سره سم له بکنګ نه لیدنه کوي. د روسیې لومړي وزیر ولادمیر پوتین هم له هند نه لیدنه وکړه او په می میاشت کې امکان دی، چې د هند او ایران د وزیرانو په کچه خبرې اترې وشي. دې ته په پآم ، نوی ډیلی دې ته اړتیا نه ویني، چې له درېیم هېواد سره د دوستانه اړیکو له لارې د اوباما توجه ځان ته جلب کړي.  له امریکا سره د هند اړیکې په کلکه د پراخېدو په حال کې دي او د پاکستان برخلاف، د نوي ډیلي او واشنګټن ستراتیژیک مشارکت د هند په عامه افکارو او سیاستوالو کې د توجه وړ ګرځیدلی دی.
په واشنګټن کې دغه حقیقت له منځه نه دی تللای، چې هند په نړۍ کې د امریکا له ډېرو کمو طبیعي متحدانو شمېل کیږي او د پاکستان برخلاف، له واشنګټن سره یې د دایمي اړیکو ژمنه کړې ده. نو بیا امریکا ولې دغه فرصت له لاسه ورکړي؟ نوی ډیلی له واشنګټن نه تمه لري، چې اصلي ګټې یې تر پښو لاندې نه کړي او داسې ارزونه کوي، چې د متقابلو ګټو پر بنسټ له امریکا سره اړیکې ، ډېره ستره غوښتنه نه ده. 
په حقیقت کې دا مساله د امریکا لپاره ارزښتناکه ده، چې د هند په نیمه لویه وچه کې یې ملګری وموند. د چین پراختیا غوښتنه د امریکا د چارو په سر کې ده  او واشنګټن غوښتل هند او پاکستان د ځان ملګري کړي او په مستقیم دخالت سره د کشمیر مساله حل او د واشنګټن جیوپولوټیکه ستراتیژي اغیزناکه واقع شي. له دې سره سره که امریکا پر هند د کشمیر مسالې د حل په اړه زیات فشار وارد کړي، هغه به د چین پر لور تمایل پیدا کړي. خو که تاریخي پرتلنې یوخوا پرېږدو د هند او پاکستان ترمنځ خبرې اترې په احتمالي ډول دوام کوي. که عاقلانه اروزونه وکړو، له بنسټپالنې سره سره، دواړه هېوادونه د خبور اترو پر لور سیخ شوي دي.