د ملابرادر توقیف له طالبانو سره خبرې پرې کړې، کې اډې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34024
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-03-20

د ملابرادر توقیف له طالبانو سره خبرې پرې کړې، کې اډې

سرچینه: د فرانسې خبري آژانس
د فرانس پرس آژانس په یوه تازه مطلب کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونود پخواني استازې نارویژي ديپلومات کې ایډې هغه څرګندوني را اخیستي چې وایې د پاکستان له لوري د طالبانو د دوم نمبر کس یعنی ملا عبدالغني برادر اخند نیول کیدو له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د خبرو پټ چینل قطع کړ او اوس ملګري ملتونه له طالبانو سره ارتباط نشي نیولای
کې  ایډې چې تیره میاشت یې په افغانستان کې د ماموریت موده پای ته ورسیده د لومړي ځل لپاره له بې بې سې سره په مرکه کې اعتراف کړی چې ده د طالبانو له بیلا بیلو مشرانو سره ملاقاتونه درلودل او دغه لړۍ یو کال مخکې پیل شوي وه.


فرانس پرس له کې ایډې څخه په حواله لیکي چې نوموړی وایی: (( مخامخ خبري د طالبانو له عالي رتبه چارواکو سره په دوبۍ او نورو ځایونو کې تر سره شوي او په دغو خبرو کې پاکستان هغسي رول ندرلود چې باید یې لرلای وای خو هغوي په دغو خبرو خبر ول)).
کې ایډې په خپله دغه مرکه کې ویلي چې له دغو خبرو داسي ښکاریدل چې ملا عمر د سولې پروسې ته له خپل اړخ څخه شین څراغ ورکړی وو.


نوموړي ویلي چې په ریښتیا یې هم د طالبانو له کلیدي مشرانو سره خبري کړي .
هغه دغه مرکه د ناروې له پلازمینې اسلو څخه لږ لري په خپل کور کې تر سره کړي ده .
کې ایډې ویلي: (( له طالبانو سره لومړی ناسته غالباً په تیر دوبي کې تر سره شوه او وروسته بیا د انتخاباتو کار پیل شو چې مونږ پرې ډیر بوخت شوو)).
نوموړي ویلي چې د افغانستان له ولسمشریزو انتخاباتو وروسته بیا له طالبانو سره د تماسونو لړۍ پیل شوه او حتی تر هغه پوري چې زه له افغانستان راتلم هم له طالبانو سره مکرر تماسونه برقرار ول.
نوموړي د پاکستان دولت د هغه حرکت په اړه محتاطانه خوشبیني وښود چې په ترځ کې یې د طالبانو دوم نمبر مشر کس یعني ملا برادر اخند څه موده دمخه په کراچۍ کې ونیول شو  خو دغه دیپلومات وویل چې د ملا برادر نیول کیدو د افغانستان د سولې په بهیر او دغه هیواد کې د سیاسي جوړ جاړي په پروسه منفي اغیزه اچولي دا ځکه چې پاکستان په تیرو څو کلونو کې هر ځل داسي هڅي کړي چې د افغانستان د سولې بهیر ګډوډ کړي.
کې ایډې ویلي چې دمګړۍ هم له طالبانو سره د حامد کرزي د پلویانو له لوري د تماسونو ګڼ چینلونه موجود دي  خو د اړیکو وزن تر اوسه ځکه دروند ندی چې دغه تماسونه په خپلو مقدماتي پړاونو کې دي، اوس د خبرو په اړه خبري کیږي، او دا به ډیر وخت ته اړتیا ولري چې په ریښتیا هم دواړه غاړي یو پر بل د باور فضا رامنځ ته کړي او مخکي لاړ شي.
آژانس له دغه نارویژي دیپلومات څخه په حواله لیکي: (( د ملا برادر د نیولو اغیزې په بشپړه او یقیني توګه د سولې په خبرو منفي دي او هغې شونتیا ته یې هم تاون رسولی چې د خبرو او سیاسي ډیالوګ د دوام لپاره موجوده وه.
کې ایډې ویلي چې پاکستان د افغانستان د سولې په خبرو کې داسي رول ندی لوبولی چې باید یې لوبولای وای، هغوي باید په دې  پوهیدای چې د کابل حکومت له طالبانو سره خبري رواني کړي دي.
کې ایډې وویل: (( زه باور نلرم چې دغه سړی( ملابرادر) د تصادف له مخې نیول شوی وي، هغوې په دې پوهیدل چې هغه چیرته دی او هغه څه رول لري او تاسو یې نن پایلې وینۍ)).
پاکستاني مقاماتو بې بي سي ته ویلي چې د ملابرادر نیول کیدل به د سولې په خبرو منفي اغیزي ونلري او هغه زیانمني نکړي.


فرانس پرس لیکي چې د ملا برادر تر نیول کیدو وروسته د طالبانو یو بل کلیدي قوماندان مولوي کبیر هم په پاکستان کې ونیول شو
هغه رپوټ چې ویل یې ښاغلي کې ایډې د طالبانو له استازو سره خبري کړي د لومړي ځل لپاره د جنورۍ میاشتې په ورستیو کې د لندن له کنفرانس وروسته خپور شو.
کې ایډې د هغې پوښتني په ځواب کې چې له طالبانو سره په کومه کچه خبري تر سره شوي وویل چې مونږ د طالبانو له کلیدي کسانو سره ملاقات درلود، او مونږ له هغو طالبانو سره هم وکتل چې هغوي د طالبانو د کویټې د شورا صلاحیت درلود

چې کولای یې شوای د طالبانو تصمیم ونیسي.
د فرانس پرس آژانس لیکي چې د کویټې شورا د طالبانو د مشرتابه د شورا نوم دی او دغه نوم ځکه ورکړل شوی چې د طالبانو دغه قیادي شورا په کوټه کې موقیعت لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کې ایډې د هغې پوښتني په ځواب کې چې آیا ملا محمد عمر هم د دغو خبرو په اړه خبر وو که څنګه وویل: (( زه باور نه کوم چې د ملا عمر پرته د طالبانو مشران دخبرو لپاره د حاضریدو حق ولري، حتماً هغه خبر وو.
فرانس پرس آژانس په پای کې لیکي چې کې ایډې وروسته تر هغه په افغانستان کې د د ملګرو متلونو د خاص استازي له څوکۍ لري کړای شو چې په نوموړي په تیرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د حامد کرزي د پلوي توب تورونه ولګیدل او نوموړی له کرزي سره د کرزي په ګټه په شوي انتخاباتي جعل کارۍ کې ملګری ووبلل شو .