اسلام اباد: دافغان محصلینو نوې اتحادیه تشکیل شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34031
عزیز
دخبریدو نیټه : 2010-03-19


دتیرې جمعې په شپه په نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې دافغان محصلینو اتحادیې دراتلونکي کال لپاره نویو اعضاوو ته دیوې درنې غونډې په ترڅ کې رسما مسئولیت وروسپاره.
غونډه دقاري هارون الرشید لخوا دقرآن کریم دڅو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې دټاکنو دکمیسیون رئیس احمد خالد حاتم خپله وینا واوروله، او دنویې اتحادیې په تشکیل باندې رڼا واچوله او ټولو افغان محصلینو څخه یې ددې اتحادیې له اعضاوو سره دهمکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې د تېرې اتحادیې رئیس عبدالله حماد غونډې ته دخپلې وینا په ترڅ کې دتېر یوه کال په اوږدو کې خپل فعالیتونه او لاسته راوړنې روښانه کړې.
بیا دنویې اتحادیې رئیس محمد ولي کاکړ دغونډې ګډونوالو ته وینا وکړه او دراتلونکې یوه کال لپاره یې په خپلو پلانونو خبرې وکړې.
همدارنګه دشرعیاتو او قانون پوهنځي استاذ او دغونډې مشر میلمه دکتور فضل الرحمن په خپل وار غونډې ته وینا وکړه او دتېرې اتحادیې له اعضاوو څخه یې مننه وکړه او دراتلونکې اتحادیې لپاره یې له الله جل جلاله څخه دتوفیق غوښتنه وکړه، او په افغان محصلینو او پوهنتون کې په افغاني استاذانو یې غږ وکړ چې دافغان محصلینو له اتحادیې سره هرراز مالي او معنوي همکاري وکړي.
په پای کې دنویې تشکیل شوې اتحادیې لخوا دغونډې مشر میلمه دکتور فضل الرحمن، دټاکنو دکمیسیون رئیس احمد خالد حاتم، او دپخوانۍ اتحادیې اعضاوو ته یادګاري تحفې ورکړل شوې، او دتېر یوه کال په موده کې له اتحادیې سره په همکارو محصلینو ستاینلیکونه وویشل شول.
په نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې دافغان محصلینو اتحادیې شپږ تنه اعضاء هرکال په پسرلي کې ټاکل کیږي چې دسږ کال لپاره ټاکل شوي اعضاء په لاندې ډول دي:
محمد ولي کاکړ   رئیس
محمد خبیب خورشید   مرستیال
نبراس الحق عزیز   دکلتوري چارو مسئول
حشمت الله ثمرخیلی   دباندنیو اړیکو مسئول
محمد ولید لودین   دنشاطاتو مسئول
نقیب الله ساپی   دمالي چارو مسئول
دیادونې وړه ده چې د افغان محصلینو اتحادیه یوه نادولتي، بې پرې ټولنه ده چې له بنسټزو موخو څخه یې په نوموړي پوهنتون کې دافغان محصلینو دیووالي، ورورولۍ فضا برابرول، نړیوالو ته د افغان رښتيني کولتور، دود او دوستور ورپېژندل او له نویو راغلیو او پخوانیو افغان محصلینو سره دکانکور په ازموینه او نورو چارو کې اړینه مرسته کول دي.
د نړیوال اسلامي پوهنتون- اسلام اباد دبنسټ ډبره په ۱۹۸۲م کال ایښودل شوې، او د نړۍ د ۴۷ هیوادونو تبعه محصلین پکې په زده کړو بوخت دي، چې د ۱۶۰۰۰ محصلینو او محصلاتو له جملې څخه ۵۰۸ افغان محصلین، او ۴۴ افغانې محصلاتې دي. په نوموړي پوهنتون کې هرکال یوه ورځنی نړیوال کلتوري نندارتون جوړیږي چې پکې دافغان محصلینو اتحادیې هرکال دافغانستان په استازیتوب ونډه اخیستې ده.
باید وویل شي چې دافغان محصلینو اتحادیه دسږ کال کلتوري نندارتون چې په راتلونکي اپریل میاشت کې جوړیږي د لا ښه ځلیدا لپاره د ټولو افغانانو وروڼو څخه د هرډول همکارۍ او مرستې غوښتنه کوي.

 
له کیڼ څخه ښي لور ته:
دشرعیاتو اوقانون د پوهنځي استاذ دکتور فضل الرحمن، د ټاکنو د کمیسیون رئیس احمد خالد حاتم
 
له کیڼ څخه ښي لور ته:
محمد ولي کاکړ (رئیس)، محمد خبیب خورشید (مرستیال)، نبراس الحق عزیز (کلتوري مسئول)، حشمت الله ثمرخیلی (دباندنیو اړیکو مسئول)، حشمت الله ساپی (د مالي چارو مسئول)، محمد ولید لودین (د نشاطاتو مسئول).