Reuters : توری پیسې او افغان جګړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34083

دخبریدو نیټه : 2010-03-22


 Reuters : توری  پیسې او افغان جګړه


سرچینه: رویټرز خبري آژانس


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

رویټرز خبري آژانس په افغانستان کې د چټلو پیسو اوافغان جګړې تر عنوان لاندي یوه مقاله خپره کړي ده.
په مقاله کې راغلي چې په تیر دوبي کې د امریکا د ثنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته د افغان جګړې په اړه په ترتیب شوي رپوټ کې یوه جمله  ډیره په ډبل خط لیکل شوي وه، او هغه دا وه چې که مونږ د پیسو مخه ونه نیسو مونږ به د فساد پر وړاندي جګړه وبایلو.


په دغه جمله کې له ذکر شویو پیسو څخه موخه هغه پیسې وي چې له بیلا بیلو نامشروع لارو تر لاسه کیږي او طالبان پرې تغذیه کیږي هغه کسان چې له نهو کلونو را پدې خوا په افغانستان کې د امریکا او د دغه ملک دمتحدینو پر ضد جنګیږي.


رویټرز لیکي چې چټلو یا تورو پیسو د افغانستان نوم ته د مفسدو هیوادونو د ۱۸۰ هیوادیزه نوم لړ په کتار کې ۱۷۹ مقام ورکړی دی.


دغه نوم لړ په برلین کې د هغې ادارې له لوري ترتیب شوی چې د نړۍ په کچه د فساد څيړنه او درجه بندي کوي.


رویټرز لیکي چې یوه برخه تورې پیسې د مخدره توکو له کاروبار څخه افغانستان ته راځي چې په تخمیني ډول هر کال شاوخوا ۴۰۰ ملیونه امریکايي ډالره طالبان له دغه مدرک څخه تر لاسه کوي.
یوه اندازه نورې پیسې بیا ځکه توري یادیږي چې د بازسازۍ د پروژو لوی  قراردادیان یې د خپلو ساتونکو د نه تښتولو او پر هغوې د نه بریدونو په بدل کې طالبانو ته ورکوي او دغه پیسې په مستقیم  ډول له افغانستان سره د بازسازۍ په نامه د مرسته شویو پیسو څخه مخالفینو ته په لاس کې ورځي چې دا هم تورې پیسې یادیږي.


رویټرز د امریکا د یوه مالي څيړونکي ګاري هاف څخه په حواله لیکي چې وایې مونږ باید د طالبانو او القاعدې مالي سرچینې او د تګ را تګ لارې مشخصي کړو او له مینځه یې یوسو.
رویټر آژانس په افغانستان کې تورې پیسې د امنیت لپاره لوی ګواښ بولي خو دې ټکې ته هم اشاره کوي چې په افغانستان کې د پیسو د انتقال هغه زاړه سیستمونه لا هم کارول کیږي چې ورته د حوالې سیستم ویل کیږي.


رویټرز لیکي چې د حوالې  سیستم داسي یو سیستم دی چې له حکومت  څخه پټې راکړې ورکړې پکې تر سره کیږي او ډیری افغانان په داسي حال کې چې ۱۷ بانکونه هم دمګړۍ په افغانستان کې فعالیت کوي خپلې تقریباً نوې فیصده پولي راکړې ورکړي د حوالې په سیستم کوي.


آژانس د بیلګې په توګه د کندهار ولایت ته چې د افغانستان دوم ستر اقتصادي مرکز ګڼل کیږي اشاره کوي او لیکي چې له دغه ولایت څخه هر کال تقریباً یوملیارد امریکايي ډالر د حوالې په سیستم سره بهر ته استول کیږي او کندهار له هلمند سره په ګاونډي توب کې پروت ولایت دی او هلمند بیا هغه ولایت دی چې د نړۍ په کچه پکې تر ټولو ډیر تریاک کرل کیږي.


د امریکا د مالي چارو څيړونکي وایې تر هغه چې په افغانستان کې د پیسو د انتقال لپآره یو سم او تر څار لاندي سیستم رامنځ ته نشي تر هغه پوري به دا ډیره ګرانه وي چې د تورو پیسو د انتقال مخه ونیول شي او د حکومت او نړیوالې ټولني ضد عناصر له مالي پلوه وځپل شي.