مطيع الله روهيال - كندهار
دوشنبه د زمري ۱۷مه چي د جولاى د مياشتي د ۸ مي نېټي سره سمون لري د كندهار د اطلاعات، كلتور او ګرځندوى رياست په نوښت او د ټولو كتاب پلورونكو په غوښتنه د دې ولايت د كتاب پلورونكو اتحاديه جوړه سوه.
هغه غونډه كي چي د دې موخي له پاره د اطلاعات، كلتور او ګرځندوى رياست د غونډو په تالار كي رابلل سوې وه د كندهار ولايت مقام مرستيال غلام جيلاني همايون، د اطلاعاتو او كلتور ريس عبدالمجيد بابي، د ښووني او روزني رئيس حيات الله رفيقي، ډاكټر عبدالرازق پالوال، د كتاب پلورونكو استازي حاجي عبيدالله په وار سره د دې اتحاديې د جوړولو پر اهميت خبري وكړې. ښاغلي بابي د دې غونډي رابلل يو نوښت وباله او د كتاب پلورونكو د هر ډول ستونزو د له منځه وړلو له پاره يې د هغوى سره د هر اړخيزي همكارۍ ژمنه وكړه.
وروسته د اتحاديې د مشرتابه له پاره دوو تنو كانديدانو هر يوه سيداحمد قانع او عبدالله امين ځانونه غوره كړل چي په ۶۲ رايو كي د ۵۵ رايو په وړلو سره ښاغلى سيداحمد قانع د اتحاديې مشرتابه ته غوره كړه سو.
د غونډۍ په وروستۍ برخه كي د غونډي د ارزوني له پاره ډاكتر طارق رشاد ته بلنه وركړه سوه هغوى په خپلو خبرو كي د كتاب پلورونكو دغه اقدام يو نېك اقدام وباله او ويې ويل : د نننۍ متمدني نړۍ د ودي له پاره كتاب او قلم ته اړتيا سته دا تاسو ياست چي هغه چمتو كوى، ستاسو هدف سپېڅلى دى، دا چي تاسو خپلي انفرادي چاري په ګډه توګه سره منظموى دا يو نېك اقدام دى، تاسو او ستاسو راتلونكي مشر سيداحمد قانع ته په خپلو چارو كي برياليتوب غواړم.
غونډه د دعائيې په ويلو سره پاى ته ورسېدل.
دغونډي ځيني ګډون کوونکي
د کندهار د اطلاعاتو ، کلتور او ګرځندوی ريس ښاغلی مجيد خان بابی
ښاغلی ډاکټر عبدالرزاق پالوال غونډي ته د وينا پرمهال
ښاغلی ډاکټر طارق رشاد
ښاغلی سيد احمد قانع د نارنج کتاب خپرولو د موسسې مشر