NY Times: خصوصي استخبارات اود پنټاګون اندیښنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34128

دخبریدو نیټه : 2010-03-23

سرچینه: د امریکا نیویارک ټایمز مجله

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

وروسته تر هغه چې د امریکا یوې خصوصې استخباراتي کمپنۍ ته په افغانستان او پاکستان کې دنده وسپارل شوه چې د امریکا دفاع وزارت ته پټ او مخفي اطلاعات را ټول کړي، دا دی اوس د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیټس ویلي چې دی د دغې کمپنۍ د فعالیت په اړه چې د دفاع وزارت د یوه چارواکي له لوري په څارل کیږي اندیښنه لري او تر اوسه پوري یې د دغې کمپنۍ معلومات چې د عملیاتونو په اړه یې دوي ته استولې بند ساتلي دي.

د نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼي په خپله ننۍ ګنه کې په دې باب یو مطلب خپور کړی چې ځیني برخې یې د بینوا ویب پاڼه تاسو ته خپروي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي میشل فورلوګ دغه استخباراتي شبکه جوړه کړي او نوموړی وایې چې دی به په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي او دښمن عناصر به یا وژني او یا به یې د امریکا دفاع وزارت ته په باب معلومات مخابره کوي.

دغه پروګرام ته دمعلوماتو د را ټولولو د پروګرام نوم ورکړ شوی دی.

نیویارک ټایمز له ګیټس څخه په حواله لیکي چې دی وایې  د داسي یوه پروګرام د اساساتو په اړه اندیښنه لري.

رابرت ګیټس ویلي: (( په ساحه کې د یوې خصوصې کمپنۍ له لوري د استخباراتي معلوماتو د راټولو موضوع هغه څه ده چې زه یې باید په اړه په ډیر څه وپوهیږم)).

نیویارک ټایمز لیکي چې دامریکا دفاع وزارت په استخباراتي فعالیتونو کې هم لویه برخه لري او د امریکا د استخباراتو ۸۵ سلنه برخه هم د امریکا د دفاع وزارت پوري تړلو استخباراتي څانګي لګوي.

نیویارک ټایمز لیکي چې دغه نوې قراردادي اداره چې په افغانستان او پاکستان کې به کار کوي د امریکا د یوه ټلویزیوني چینل د پخواني مدیر، د سې اې اې  او سپیشل فورس د متقاعدو چارواکو او یوه سوداګر له لوري جوړه شوي ده .

له دغه قرار دادي شرکت څخه دا هم په قرار داد کې غوښتل شوي چې په افغانستان او پاکستان کې د بي پیلوته امریکایې الوتکو بریدونو ته هم پوره او دقیق معلومات را ټول کړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې دغه الوتکې معمولاً د ډیورنډ د کرښې هغې غاړې ته بریدونه کوي چې تر ډیره بریده اغیزمن ثابت شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یو شمیر چارواکو بیا نیویارک ټایمز ته ویلي چې دوي له دې اندیښنه لري چې د دغه قراردادي جاسوسي شرکت ریس ښاغلی فورلونګ به په خپل سر تجسسي عملیات کوي او دا به دفاع وزارت ته ستونزمنه وي چې د هغه د کړنو څارنه وکړي.