bloombirg: د طالبانو د موبایل ټلیفون جګړه او امریکایان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34130

دخبریدو نیټه : 2010-03-23

سرچینه بلومبیرګ خبري چینل

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د تیر کال د دوبي په یوه سهار کې یو شمیر امریکايي چارواکو په کابل کې د امریکا د سفیر جنرال کارل ایکن بیري د استوګن ځای د بام پر سر جلسه درلوده.

یوه امریکایې جنرال ګریک سمیت دوه نقشې د میز سر ته را ویستي.

په یوه کې هغه سیمې په نښه شوي وي چې د شورشیانو په تصرف کې وې او  په بله کې هغه سیمې چې د موبایل انټنونو پکې موقیعت درلود.

په هغو سیمو کې چې په نقشه کې د موبایل ټاورونه ښکاریدل هم طالبانو ولکه درلوده، د موبایل خدمتونه ضعیف وو.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارد هالبروک هم په دغه سهارني میټینګ کې حضور درلود.

هالبروک خپلو ملګرو ته وویل چې طالبانو په دغو مشخصو سیمو کې چې په نقشه کې ښکاري خپله د پروپاګندا جګړه  ډیره قوي کړي ده او زمونږ د ستراتیژۍ هغه برخه یې له خطر او ناکامۍ سره مخ کړي چې د سیمې له خلکو سره باید ښې اړیکې ټینګي کړو او د هغوي مغزونه ترمیم کړو.

بلمبورک اقتصادي چینل لیکي چې د امریکا دولت له خلکو سره د امریکايانو د بهترو اړیکو لپاره سږ کال ۲۶۳ ملیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا یوه عالي رتبه چارواکي جنرال جان نیکولسن ویلي چې دغه پیسې په دې خاطر ځانګړي شوي چې د ولسي افغانانو فکرونه د طالبانو پر ضد وکارول شي او افغانانو ته دا تلقین شي چې له افغان حکومت او خپلو سیمیزو ادارو سره همکاری وکړي.

بلومبورک چینل د ریچارد هالبروک د اړیکو د برخې له یوه سلاکار وکرم سینګ څخه په نکل کاږي چې وایې: (( که چیرته کلیوال او امنیتي ځواکونه ښه ارتباط ونلري، مخالفین به وکولای شي چې د هغوي په کلیو کې خوندي ځایونه جوړ کړي)).

د بریښنا ستونزه:

موبایل تلیفونونه د افغانستان د اقتصاد په پراخوالي کې مهم رول لري او د بیلګې په توګه یو څوک کولای شي چې د موبایل ټلیفون په مټ بانکداري وکړي.

د بلومبورګ چینل ته د روشان په نامه د یوې شخصي مخابراتي کمپنۍ یوه چارواکي چې التاف لادک نومیږي ویلي چې دوي په پروان ولایت کې داسي یوه شبکه فعاله کړي چې کولای شي کروندګر او نور تولیدونکي د خپلو محصولاتو نرخونه د لنډ لیکلي پیغام له لاري په وړیا توګه نورو خلکو ته واستوي.

بلمبورګ چینل وایې چې د امریکا دولت به سږ کال ۱۱۳ ملیونه ډالر د ملکي ارتباطاتو په  برخه کې مصرف کړي او له دغو پیسو  څخه به رادیویې شبکې او روزنیزې رادیوګاني جوړي او د کلیوالو او په خاصه توګه هغو سیمو اوسیدونکو ته به وسپارل شي چې په سیمه کې یې د طالبانو نفوذ ډیر دی.

افغانستان چې ۲۹ ملیونه وګړي لري د یوې سروې له مخې چې په ۲۰۰۹ کال کې شوي، ۱۲ ملیونه وګړي یې ګرځنده موبایل لري چې دا ښیې چې د افغانستان ۵۲ فیصده وګړي د موبایل خدمتونو ته لاس رسی لري، ۶۵ دغه خلګ له اس ام اس یا لنډ لیکلو پیغامونو هم کار اخلي او نیمایې دغه خلک په خپلوتلیفونونوکې اف ام راډیو ګاني هم اوري.

د جان نتن په نامه یوه څیړونکي چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د طالبانو د پروپاګندا تر عنوان لاندي یو رپوت په بروکسل کې د کړکیچ نړیوالي ډلي ته جوړ کړی وو، بلمبورګ چینل ته ویلي چې اوسني تلیفوني خدمتونه د افغانانو لپاره کفایت نه کوي دا ځکه چې طالبانو د پروپاګندا په جګړه کې مخکي دي او خلکو ته د لوډ سپیکرونو له لارې منفي تبلیغات کوي او په ځینو سیمو کې یې د موبایل ټلیفونونو خدمات په ټپه درولي دي.

له بل لورې په امریکا کې افغان سفیر سید طیب جواد بیا دغه چینل ته ویلي چې د امریکا دولت باید یوازي د طالبانو د پروپاګندا پر وړاندي دومره ډیر تمرکز ونکړي بلکې باید د افغانانو په ژوند کې د مثبت بدلون د راوستلو لپاره  ډیر څه وکړي.