Canwest: د کندهار عملیات د ناټو لویه آزموینه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34173

دخبریدو نیټه : 2010-03-24

د کندهار عملیات د ناټو لپاره په جنوب کې لویه آزموینه

سرچینه: کن ویست خبري آژانس

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

په داسي حال کې چې کاناډايي ځواکونه د افغانستان په جنوبي کندهار ولایت کې پراخو عملیاتو ته چمتو والی نیسي، د ناټو د هغې ستراتیژۍ په اړه جدي پوښتني را پیدا کیږي چې وایې په ترځ کې به یې د خلکو په جمیعت تمرکز کوي.

کن ویست ورځپاڼه د کاناډا د دولت د نړیوالي حکومت دارۍ د یوه عالي رتبه چارواکي مارک سدرا څخه په حواله لیکي چې په ریښتیا به هم د کندهار عملیات کاناډا او ناټو ته یوه لویه آزموینه وي، دا به ډیر جدي عملیات وي او د کندهار عملیات به په ټول افغانستان کې د ناټو د عملیاتو راتلونکي ښکاره کړي.

ښاغلی سدرا چې له ۲۰۰۲ کال را پدې خوا یې بي شمیره سفرونه کندهار ته تر سره کړي وایې چې په ریښتیا به هم طالبان د هلمند د مارجې په څير په کندهار کې هم د سرتیرو پر وړاندي جګړه وکړي ځکه چې کندهار هغوي ته تر هلمند را پدې خوا ډیره مهمه څوکۍ بلل کیږي.

کن ویست لیکي د ناټو سازمان غواړي د کندهار په عملیاتو کې د سیمې له قومي مشرانو څخه مرسته وغواړي او هغوي ته هغه څه برابر کړ ي چې دوي یې له سیمیزي دولتي ادارې څخه توقع لري.

ښه حکومت داري، د فساد خطمول، د ترورونو او چاودنو له مینځه وړل.

کن ویست له ښاغلي سدرا څه په حواله لیکي، مونږ په سم لوري روان یو، خو پخوا په سم لوري نه وو روان، کله به مو د سر په قیمت یوه سیمه له طالبانو ونیوله، ملکي خلکو به هم تاوانونه وګالل خو وروسته به مونږ مخکې لاړو دغه سیمه به مو افغان پولیسو ته وسپارله چې ګوندي هغوي به یې وساتي لیکن  دغه کار زمونږ یو خیال وو چې هیڅ کله یې هم د واقیعت جامه وانغوسته.

په کندهار کې د کاناډآيي ځواکونو قوماندانانو ویلي چې د کندهار به عملیاتو کې به مخ کښ رول او جګړې په لومړي ډګر کې افغان کورني ځواکونه وي، د ولسي خلکو د سر په خوندي توب به جدي تمرکز وي او وروسته به دغو سیمو ته ګډې ادارې چې هم به پکې کاناډایان وي او هم افغانان رامنځ  ته کیږي.

کن ویست ورځپاڼه لیکي چې دغه کار به کاناډا ته دا  اختیار ورکړي چې په راتلونکي کال کې له کندهار څخه خپل سرتیري وباسي.

په کندهار کې د کاناډآيي ځواکونو یوه ډګرمن سیمون هیترین تون ویلي چې د کندهار ډیرې شګه زاري سیمې د کاناډايي سرتیرو په وینو سرې دي،  مونږ غواړو چې په ۲۰۱۱ کال کې دغه ځای پریږدو خو مونږ باید په لوړو لاسونو له افغانستان څخه ووزو نه دا چې لاسونه مو ځوړند وي.

نوموړي تمه څرګنده کړه چې په کندهار کې به ښه پرمختګ کوي.

کن ویست لیکي چې کاناډآيي ځواکونو سره له اوسه عملیاتو ته ترتیباب نیسي، چې ښایې دغه عملیات د پسرلي په ورستیو کې او یا هم د دوبي په سر کې پیل شي.

یوه بل کاناډايي پوځي قوماندان چې په کندهار کې پروت دی کن ویست ورځپاڼي ته ویلي دا چې دوي افغان ځواکونو ته په دغو عملیاتو کې د لومړۍ کرښي قومانده سپارلي دا ده چې هغوي وکولای شي د سیمې له خلکو سره ښه ارتباط ونیسي او د هغوي په ژبه پوه دي.

کن ویست له کاناډايي پوځي قوماندانانو به حواله لیکي د پسرلي په راتګ سره دغه موسم طالبانو ته خپله نوي ډالۍ هم له ځان سره راوړي چې هغه ونو ته شنې پاڼي دي چې طالبانو کولای شي په دغه موسم کې ښه ځانونه پټ کړي خو دا ځل به ناټو اوافغان دولت د هغوي د فعالیت ټولي سیمې ګام په ګام تلاشي کړي او دښمن به ترینه را وباسي.

کن ویست په پای کې لیکي چې دا به د کندهار تر عملیاتو وروسته ثابته شي چې دغه عملیات د کاناډايي ځواکونو د تمې مطابق سر ته رسیدلي که څنګه خو هغه خبره چې اوس لا ورته ځواب شته هغه دا ده چې کاناډا غواړي په هر ډول چې وي خپله هغه ستراتيژي پلي کړي چې وایې غواړي په کندهار کې محلي اداره واکمنه او خلک د طالبانو له ویرې وساتي.

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی