Reuters: پاکستان له امریکا سره له خبروڅه غواړي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34178

دخبریدو نیټه : 2010-03-24

پاکستان له امریکا سره له خبرو څه غواړي؟

سرچینه: رویټرز خبري آژانس

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د رویټرز خبري رسنۍ امریکا ته د پاکستان د پوځي او ملکي عالي رتبه چارواکو د سفر په اړه یوه مقاله تر دې عنوان لاندي چې ( پاکستان له امریکا سره له خبرو څه غواړي) خپره کړي ده .

رویټرز لیکي چې د پاکستان او امریکا دیپلوماتان به د چهارشنبې په ورځ په خپلو کې د امنیت، د پاکستان د اقتصاد، انرژۍ، اوبو اوحتی بهرنۍ پالیسۍ او د کرهني په مسایلو هم خبري وکړي.

رویټرز لیکي چې په دغو خبرو کې یو شمیر پوښتني او ځوابونه موجود دي چې امریکا یې له ترهګرۍ سره په نړیواله جګړه کې له خپل دغه نږدې متحد هیواد څخه د را ایستلو په لټه کې ده.

په دغو خبرو کې به د هند او افغانستان د مسایلو په باب پاکستان امریکایې چارواکو ته ښایې قناعت ورکونکي ځوابونه ور نه کړای شي.

رویټرز لیکي چې افغانستان د کلونو کلونو لپاره پاکستان له نړۍ سره د خپل ارتباط لپاره کاراوه چې اوس یو شمیر نوري لاري چې د منځنۍ اسیا هیوادونه، هند او چین هم پکې شامل دي د افغانستان پر مخ پرانیستل شوي دي.

په ورته وخت کې کابل په افغانستان کې د طالبانو د رول په برخه کې په پاکستان شکمن دی.

پاکستان په دې پوهیږي چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو وتلو لپاره مناسبي لاري چاري لټوي .

رویټرز لیکي چې پاکستان اوس هم په افغان طالبانو ښه نفوذ لري .

آژانس لیکي چې د پاکستان حکومت له یوې خوا به افغاني طالبانو کې لا هم ښه نفوذ لري او له بل لوري د پاکستان خاوره د تاریخ په اوږدو کې د هغوعناصرو لپاره خوندي ځای وو چې په افغانستان کې یې دحاکمو حکومتونو پر ضد جګړه کوله.

خو آژانس لیکي چې پاکستاني چارواکي اوس واشنګټن ته د دې لپاره تللي تر څو د پاکستان په لویدیځ سرحد کې د هند د پښې د ځای د جوړولو مخه ونیسي، له امریکا سره اقتصادي قراردادونه لاس ته راوړي او په ورته وخت کې له امریکا سره داسي اتومي قرارداد   امضا کړي لکه څرنګه چې هند له امریکا سره لاسلیک کړی وو.

رویټرز لیکي چې پاکستان ډیر پښتانه لري او دغه پښتانه د افغانستان او پاکستان په پولو کې موجود طالبانو څخه تر ډیره بریده ملاتړ کوي.

رویټرز لیکي چې د پاکستان حکومت د کابل د ادارې او د پاکستان د پښتو تر منځ د اړیکو  په اړه اندیښنه لري او اسلام  آباد له هغو ګنګوسو هم په ویره کی دی چې نړیوال یې دغو پښتنو ته د هغوي د حقونو ورکول بولي، هغه حقونه چې پښتون ملت پاله غورځنګ یې د یوې آزادي خاورې درلودل بولي.

رویټرز آژانس ته یوه عالي رتبه پاکستاني چارواکي ویلي چې د پاکستان دغه  ډله چې واشنګتن ته تللي په دې لټه کې ده چې له امریکا سره اتومي موافقه لاسلیک کړي چې له مخې یې پاکستان پرې خپله د بریښنا هغه ستونزه لري کړي چې د دغه هیواد په سلګونو فابرېکې یې له سقوط او ‌ډوبیدو سره مخ کړي دي.

رويټرز لیکي چې پاکستاني چارواکي به امریکا ته په خپل دغه سفر کې له واشنګټن څخه وغواړي چې د سوداګرۍ او کرهني په برخه کې هم ورسره مرسته وکړي.

خو رویټرز د مطلب په دوام دا پوښتنه مطرح کوي چې آیا پاکستان به خپل دغه ټول خواستونه تر لاسه کړي که څنګه؟

د  آژانس د مقاله لیکونکی په باور چې د امریکا او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او کرهني په برخه کې همدا اوس اوس یو شمیر پروګرامونه روان دي او دواړه لوري به په خپل دغه ملاقات کې تر  ډیره بریده د امنیت او  طالبانو پر مسلې خبري وکړي.