حامد کرزی، پارتینر که پرابلم؟
سرچینه: ان پې ار راډیو
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د امریکا ملي عامه راډیو په خپل یوه تازه راپور کې د افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه د نړیوالو ملګرو د اړیکو په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .
NPR لیکي چې په دې ورځو کې د افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه د نړیوالو متحدینو اړیکې چې غواړي هیواد یې جوړ او امنیت ورته راولي ډیرې ترینګلي ښکاري او د غربیانو سره دا پوښتنه را پیدا شوي چې آیا کرزی زمونږ ملګری که زمونږ لپاره ستونزه جوړونکی او یا په عامه اصطلاح پرابلم دی؟.
NPR کابل ته د ایران د ولسمشر محمود احمدي نژاد د دوو اونیو مخکې سفر ته اشاره کوي چې د دغې راډیو پر وینا په داسي حال کې کابل ته تر سره شو چې یوازي څو ساعته مخکې ترینه د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس خپل سفر پای ته ورساوه او دغه کار د حامد کرزي د موقف په اړه د کور دننه او دباندې خلک هک حیران کړل.
افغان ولسمشر حامد کرزي له احمدي نژاد سره په خپله خبري ناسته کې نوموړی خپل ورور وګڼل او وویل چې افغانان خپل هیواد ته د هغه په راتګ خوشهاله دي خو ځيني افغانان بیا دا فکر کوي چې کرزی تر خطرناکي کرښې واوښت.
NPR د افغانستان د پالیسۍ او تحقیق د مطالعاتو د دفتر له مشر هارون میر څخه په حواله لیکي چې وایې:
(( زه فکر کوم چې کرزی له غرب او امریکې سره د تیر کال په پرتله اوس په یوه بل موقف کې قرار لري، او زما په باور چې ډیری افغانان افغانستان ته د احمدي نژاد د سفر په اړه د ارامۍ احساس نه کوي دا ځکه چې دغه سفر په داسي حال کې تر سره شو چې د افغانستان نږدې متحد امریکا غواړي په نړیواله کچه پر ایران نويو بندیزونو ته لاره هواره کړي)).
هارون میر وایې چې له ایران سره اړیکي له امریکا سره د اړیکو په څير ندي دا ځکه چې افغانستان له امریکا سره ستراتیژیکي اړیکي لري، افغانستان په امریکا پوري تړلی هیواد دی، حتی د ملکي کارکونکو معاشونه یې هم امریکا ورکوي او مونږ باید د خپل نجات او امنیت لپاره په امریکا تکیه وکړو.
نوموړی وایې چې دی نه پوهیږي چې ولي حامد کرزي په کابل کې د امریکا په اړه د ایران د ولسمشر د هغو جنجال زیږونکو او تندو خبرو پر وړاندي هيڅ و نه ویل .
NPR لیکي چې افغانستان ته د احمدي نژاد سفر له امریکا سره د افغان دولت د اړیکو د خرابیدو یو لامل ندی، بلکه د افغان دولت او د هغه د نړیوالو متحدینو تر منځ هغه مهال لانجه رامنځ ته شوه او روابط ترینګلي شول چې په تیرو ولسمشریزو انتخاباتوکې د حامد کرزي د ټیم له لوري بي پردې درغلۍ تر سره شوي.
د کړکیچ د نړیوال سازمان یوه شنونکي کاندیس روندیوکس ویلي چې افغان ولسمشر حامد کرزی په تیرو انتخاباتو کې په پراخه کچه د جنګ سالارانو له لوري تر ملاتړ لاندی ونیول شو او په دغه کار هم غربیان له هغه څخه خفه شوي دي، او اوس کرزی فکر کوي چې نور هغسي ملګري نلري چې پخوا به یې مخ ور اړاوه او همدا یې دلیل دی چې دی د نویو دوستانو دموندلو په لته کې دی.
نوموړي ویلي چې کرزی اوس غواړي د خپلو نویو دوستانو په همکارۍ سره خپل واک وساتي او هغه ته دوام ورکړي.
خو NPR د افغان پارلمان له یوې غړې میرمن شکریه بارکزۍ څخه په حواله لیکي چې یوازي کرزۍ ستونزه نده، بله د امریکا متحده ایالتونه منفردانه برخورد کوي او داسي نکوي چې د یوه صالم افغان دولت د جوړولو لپاره کار وکړي.
میرمن بارکزۍ په دې باور ده چې که چیرته بارک اوبهاما هم د افغانستان ولسمشر وای نو دا به ورته ډیره ګرانه وه چې د افغانستان د اوسني بهران لپاره یې کومه لاره موندلي وای.