CBCnews:کندهار کې د بندیانو د اعدام سلسله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34223

دخبریدو نیټه : 2010-03-26

CBCnews:کندهار کې د بندیانو د اعدام سلسله


سرچینه د کانډا سې بې سې نیویز چینل

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


افغان حکومت  په دوامدار ډول بندیان غرغره کول


د کاناډا سې بې سې نیوز چینل په یوه تازه راپور کې په کندهار کې د هغو بندیانو د سرنوشت په اړه لیکلي چې د کاناډايي ځواکون له لوري به تر نیول کیدو وروسته افغان مقاماتو یعني د کندهار ادارې ته سپارل کیدل.

دغه چینل له یوې کانادآيي افسرې څخه چې په پنجوایې ولسوالۍ کې یې دنده لرله لیکلي چې د کندهار د هغه وخت چارواکو په روټین ( هره ورځ) ډول ډله ډله بندیان اعدامول کوم چې به د جګړې پر مهال دکاناډايي ځواکونو له لوري نیول کیدل او وروسته به د کندهار مقاماتو ته سپارل کیدل.

دغې افسرې ویلي چې د دوي د یونټ له لوري هغه ګڼ شمیر نیول شوي افغان اسیران چې د کندهار ادارې ته تحویل کړای شوي، په بده توګه وژل شوي دي.

د کاناډا د فدرال حکومت له لورې یو سند چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو دا هم کاږي چې د کندهار په زندان کې بندي کسانو د کاناډا د بهرنیو اړیکو او د کوریکشن کاناډا ادارې چارواکو ته َ په خپلو خبرو کې ویلي چې دوي د افغان مقاماتو له لوري په بده توګه شکنجه کیدل پرته له دې چې هغوي ته دانسانانو په سترګه وکتل شي.

په سند کې راغلي چې په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو په هډه کې دغې کاناډایۍ پولیسې افسرې ته څو څوځلي سپکي سپوري شوي وې او ورته ویل شوي وو چې باید خپل کار وکړي او د افغان حکومت په کارونو کې مداخله ونکړي.

دغه اتهامات په هغه تور نامه  کې هم  راغلي چې د کاناډايي ديپلومات  Richard Colvin  له خوا کندهار ته تر سفر وروسته ترتیب شوي او پکې راغلي چې ګن شمیر هغه بندیان چې کاناډايي عسکرو افغان دولت ته سپارلي د کندهار د هغه وخت د ادارې له لوري شکنجه شوي دي.

په کندهار کې د اسیرانو د شکنجې مسله له ۲۰۰۶ څخه د ۲۰۰۸ کال تر پایه پوري ثبت شوي او اوس هم د همغو کلونو په اوږدو کې د شکنجې پر مسلې پراخ تحقیقات روان دي.

د کاناډا مخالف ګوندونه اوس په دې لټه کې دي چې باید د حکومت له لوري دوي ته د بندیانو د انتقال ټول هغه سندونه وسپارل شي چې په کندهار کې د کاناډآيي قوماندانانو او د هغه وخت د حکومتي مامورینو تر منځ د بندیانو د سپارلو پر وخت لاسلیک شوي تر څودا ثابته شي چې د بندیانو تحویل ورکونکي کاناډایان څوک وو او د بندیانو اخیستونکي افغان مقامات څوک وو او د دغو افغان چارواکو د هغه وخت لوی آمر چې ښایې کاناډایان یې ښه وپیژني څوک وو.

سې بې سې چینل وایې چې دغه تورونه چې ګواکې بندیان د کندهار د وخت چارواکو له لوري اعدام شوي، د هغې کاناډايۍ پولیس افسرې له لوري درج کړای شوي چې د کاناډا د شاهي ځواکونو د قطعې غړې وه او په پنجوایې کې یې دنده تر سره کوله.

دغې افسرې خپل هیواد ته له را ستنیدو وروسته پوځي ډاکټرانو ته وویل چې دا په ډیر بد فکري حالت کې قرار لري او د بندیانو د شکنجې مسلې ورته لوی تشویش ایجاد کړی دی.

دغه افسره وایې: (( کله چې به مونږ اسیران د کندهار ادارې ته وسپارل، سیمیزو چارواکو به بندیان له خپلو مرکزونو لږ لرې پرتې سیمې ته بوتلل او هلته به یې په ګولیو سورې سورې کړل او د هغوې له ویشتلو به یې خوند اخیست)).

د بندي اسیرانو د قتلولو دغه تور په هغه اتهام نامه کې درج شوی چې د سرتیري د اتهام نامې نوم ورکړ شوی دی.

د دغې افسرې  ډاکټرانو څارنوالانو ته ویلي چې ډیر داسي سرتیري چې له افغانستان څخه را ستانه شوي فکراً په ناروغیواخته دي او ښایې دا افسره یوازنۍ هغه افسره وي چې د خپلو سترګو لیدلی حال یې دوي ته بیان کړی او ښایې نورو سرتیرو دخپلو قوماندانو له ډاره د شکنجې او قتل عام دغه مسله پټه ساتلي وي.

ډاکټرانو ویلي چې دغې افسرې دوي ته دروغ ندي ویلي او واقعاً هغه تر روحي فشار لاندي وه.

سې بې سې چینل د بښنې نړیوال سازمان هغه شکایت هم را اخلي چې وایې دوي په کندهار کې د کاناډا له پوځی پولیسو څخه غوښتي وو چې له هغو افسرانو پوښتنه وکړي چې افغان بندیان یې د کندهار ادارې ته تحویلول خو په کندهار کې د کاناډا میلیټري پولیسو په دغه کار کې له دوي سره همکاري و نه کړه.

په ۲۰۰۸ کال کې د کاناډا د ملي دفاع مرکز یوه کپتان چې اس، ام موري نومیده هم دفاع ورت ته په خپل یوه یاداشت کې  لیکلي وو چې د دغو سیستماتیکو قتلونو په اړه پولیسې افسرې څو وارې نظامي پولیسو ته خبر ورکړی وو خو نظامي پولیسو دغه افسره ګواښلي وه چې د نورو په کارو کار مه لره او دا چې افغان بندیان د کندهار د ادارې د چارواکو له لوري وژل کیږي دا د هغوي کار دی نه د کاناډایانو .

ترجمه او ترتیب: میرویس جلالزی