DW:په عربو کې د سپاه پاسداران مالي شبکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34237

دخبریدو نیټه : 2010-03-26

 DW:په عربو کې د سپاه پاسداران مالي شبکه


سرچینه: دوچویله

2۷.03.2010 16:33


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د دوچویلې آلماني مجلې له بحرین او کویټ څخه خبر ورکړی چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ډلی یوه مالي شبکه چې په عربو کې یې د پیسو د سپینولو چارې پر مخ بیولي نیول شوي ده .

دغه آلماني آژانس وویل چې په دغه مالي کړۍ کې د بحرین د کابینې یو وزیر هم شامل وو.

دغه خبري رسنۍ وایې چې که څه هم په عربي ملکونو کې د تورو پیسو د انتقال مسلې تل د حکومتونو له لوري پتي ساتل کیږي خو دا لومړی ځل دی چې د کویټ او بحرین هیوادونو د یوې داسي مافیایې شبکې له فعالیتونو څخه په نړیواله کچه پرده پورته کړي ده .

ډوچویله لیکي چې په دغه شبکه کې د بحرین هیواد یو وزیر د کویټ یوه سوداګره میرمن او یو شمیر نور کسان چې د کویټ، مصر او سودان هیوادونو تابیعت لري چې شامل دي.


ویل کیږي چې د بحرین د کابینې وزیر له زندان څخه آزاد شوی خو د هغه کویټۍ شریکه سوداګره لا هم په خپل هیواد کې تر نظر بندۍ لاندي ده .


دوچویله کاږي چې دغه شبکه هغه مهال وپیژندل شوه چې مشر یې منصوربن رجب غوښتل یوه شپږ ملیونه یوروزیز چک چې د یران په سپاه پاسداران پوري تړلی وو  په یوه بانک کې په  نقدو پیسو بدل کړي چې د بانک کارکونکي پرې شکمن شول او خفیه پولیسو ته یې اطلاع ورکړه.


ویل کیږي چې د بحرین د کابینې دغه وزیر غوښتل د خپل دغه کار په بدل کې د ایران له سپاه پاسدان څخه دری لکه یورو د لاس مزد په توګه واخلي.


ویل کیږي چې په دغه معامله کې د کویټۍ سوداګري یو ورور او خور هم شامل ول خو هغوي له ساحې ځانونه ایستلي دي.


دوچویله لیکي چې د ایران د  سپاه پاسداران ډلي له لوري په نغدو اسعارو د دغه چک د بدلولو مسله هغه مهال افشا شوه چې عربي متحده اماراتو، لبنان او کویټ هیوادونو د دغې ډلي سره خپلې مالي راکړې ورکړي په  ټپه ودرولي.


دوچویله لیکي چې دغه بحرینی وزیر غوښتل دغه چک د لبنان د پلازمینې  بیروت په یوه بانک کې په نغدو پیسو بدل کړي خو ونیول شو.


که څه هم تر اوسه د دغو تورو پیسو منشا معلومه نده خو د لبنان پولیسو شک کړی چې ښایې سپاه پاسداران انقلاب  ډلي دغه پيسې د مخدره توکو له کاروبار او قاچاق څخه تر لاسه کړي وي.


دوچویله لیکي چې د بحرین د کابینې وزیر منصور بن رجب د دوشنبې په ورځ د بحرین د پادشاه حمدبن عیسی الخلیفه له لوري له خپلې دندې ګوښه کړای شوی دی.