په كندوز كې د پسرلنۍ مشاعرې انځوريز راپور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34273

دخبریدو نیټه : 2010-03-29

             

                د كندوز په اودان دښته كې پسرلنۍ مشاعره جوړه شوې وه،دغه مشاعره چې د كندوز ولايت له درې سوه څخه زياتو شاعرانو ليكوالانو او د شعر او ادب مينه والو په كې ګډون كړى و د امام صاحب ولسوالۍ د فرهاد ادبي او كولتوري ټولنې په نوښت په دغه شنه دښته كې جوړه شوې وه.

                دا لومړۍ ځل دى چې د اودان په شنه او ښكلې دښته كې دغسې يوه په زړه پورې مشاعره جوړيږي.

                خو د يادونې وړ ده چې له تېرو څلورو كلونو را په هر كال په كندوز كې د پسرلي ادبي او كولتوري ټولنې لخوا د د هېواد په كچه د ريدي ګل په نامه كلنۍ مشاعره جوړيږي، چې د هېواد له اكثرو ولايتونو څخه په كې شاعران او ليكوالان ګډون كوي، او تمه كيږي چې په نږدې اوونيو كې به ريدي ګل يو ځل بيا د لكه د پخوا په څېر د هېواد د نورو ولايتونو د شاعرانو او ليكوالانو كوربه وي.

        دا هم ددغې مشاعرې څو تصويرونه