The Nation:انګلیسي عسکر له هلمند څخه وزي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34279

دخبریدو نیټه : 2010-03-28


The Nation:انګلیسي عسکر له هلمند څخه وزي

سرچینه: د پاکستان ده نیشن ورځپانه

ژباړه او ترتیب میرویس جلالزی


انګلیسي عسکر له هلمند څخه وزي


 The Nation  پاکستانۍ ورځپاڼې په خپه ننۍ ګڼه کې له هلمند ولایت څخه د بریټانوي سرتیرو د خروج پلان په اړه یوه مقاله خپره کړي ده .

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د نوي پلان له مخې به د بریټانیا عسکر له هلمند ولایت څخه ووزي.

ورځپاڼه وړانډي لیکي چې له هلمند څخه به د بریټانوي سرتیرو د وتلو وړاندیز لیک د بریتانیا د نوي دولت هوکړې ته هم اړتیا ولري چې په دغه برخه کې به دغه پروپوزل له کوم مخالفت  سره مخ نشي.

هلمند چې د افغانستان خطرناکه سیمه بلل کیږي پکې تر ۲۰۰۶ کال را پدې خوا کله چې پکې بریټانوي سرتیري ځای پر ځای شول ۲۵۰ انګلیسي عسکر پکې وژل شوي دي.

The Nation لیکي چې د دغه پلان له مخې به انګلیسي سرتیري په هلمند کې خپل عمده پوځي مرکز د امریکا سمندري ځواکونو ته پریږدې.

ورځپاڼه کاږي چې د بریټانیا سرتیرو په کال ۲۰۰۷ کې د عراق له بصرې ښار څخه هم همداسي یو په شاتګ وګړ او داسي ویل کیده چې امریکايي ځواکونو په زور بریټانوي سرتیري له بصرې شړي دي او ښایې دغه تصور په افغانستان کې هم را منځ ته شي.

ورځپاڼه لیکي چې له هلمند څخه به د بریټانوي سرتیرو خروج د افغانستان د جنوب لپاره د ایساف قومانداني هم په دوو برخو وویشي او  د  ایساف ریجنل کومانډ سوت قوماندانۍ به د کندهار تر عملیاتو وروسته په دوو سیمیزو قوماندانیو تقسیم شي.

د   امریکا د سمندري ځواکونو یوه قوماندان The Nationورځپاڼي ته ویلي چې کله بریتانوي سرتیري له هلمند څخه ووزي دغلته به قومانداه د امریکايي سمندري ځواکونو لاس ته ولویږي او بریټانوي عسکر به د ارزګان، زابل او کندهار په لور وخوځیږي او ارزګان ته ځکه بریټانوي سرتیري استول کیږي چې دغلته به هالنډي ځواکونه خپل ماموریت د کال په نیمایې کې سر ته ورسوي او له افغانستان څخه به ووزي.

په افغانستان کې د ناټو عالي قوماندان جنرال ستنلي مک کریستال ویلي چې له هلمند څخه به د بریټانوي سرتیرو وتل هلته امریکایې ځواکونو ته دا زمینه برابره کړي چې له خلکو سره خپلي مرستي پراخي او له حکومتې ادارې سره تعلقات غښتلي کړي.

The Nationورځپاڼه لیکي چې اوس داسي تصور موجود دی چې بریتانوي ځواکونه په هلمند کې ځان ته پادشاهي لري  او حتی د ا فغان مرکزي حکومت او د امریکا د قوماندانانو اوامرو ته هم غاړه نږدي.

The Nation ورځپاڼي له یوه عالي رتبه بریټانوي افسر څخه په نکل کاږي چې وایې کله چې بریټانوي عسکر له هلمند څخه وزي نو په نورو سیمو کې به ټول بریټانوي سرتیري د جنرال مک کریستال تر مستقیمې قوماندې لاندي وي او نوموړی به خپل هغه پالیسي پلي کوي چې له مخې یې د پښتنو  افغانانو مرکزونه ډیر خوندي کړای شي.

The Nationورځپاڼه لیکي چې د جنرال کرستال د پلان له مخې به نیمروز او هلمند ولایتونو ته د ایساف نوي قوماندانۍ جوړیږي چې نوم به یې د ایساف د جنوب غرب قوماندې وي او  زابل، کندهار او ارزګان به د ایساف د جنوب ختیځي قوماندانۍ تر پوښښ لاندي نیول کیږي.

د امریکا اردو وایې چې د امریکا سمندري ځواکونه په یوازي سر په مشخصو سیمو کې د عمل ښه تجربه لري او دغه تجربه د عراق په انبار ایالت کې ثابته شوي ده .

The Nationورځپانه لیکي چې د امریکا د دفاع وزارت  تورن جنرال ریچارد میلز د جنوب غرب قوماندانۍ مشرۍ ته غوره کړی او دا کس د عراق په انبار ایالت کې د قوماندانۍ ۱۸ میاشتنۍ تجربه لري.