شپه نيمايې ته رسيدلې وه. كوټه كې توره تياره خوره وه ښځه پر شليدلي كټ اوږده غزيدلې وه. سر يې ببر ؤ، سترگې يې د اوښكو ډكې وې، څيره كې يې د غم نښو ليكې جوړي وې، شونډو يې هم خړ پتري نيولي ؤ ، په كوټه كې چوپه چوپتيا وه.
كله كله به د زانگو څخه د كوچني ماشوم د ژړا غږ پورته شو خو ښځې به بيا زانگو وزنگوله. ښځه په كټ كې خواشينې پرته وه، د ښځې او د هغې د زوي څخه پرته نور څوك په كوټه كې نه وٌ، ښځې زيات وهل خوړلې و، ټول بدن يې درد كولو همدا نن مازديگر هم د خواښې لخوا وهلې شوې وه، د ښځې هره ورځ همدا حال ؤ، - كه خاوند مې دلته واي، ولې به مې دا حال واي. د ښځې شونډې وخوځيدي. د خولې نه يې پورتنى خبره راووته او بيا په سوچونو كې لاهو شوه. شپه نوره هم تیاره شوه، ښځې ته لا تر اوسه خوب نه ورته. وروستی تصميم يې نيولاي و، نور ورته دا كارونه د زغم وړ نه و، لاس يې راجگ كړ درد يې وكړ.
تيره ورځ يې خواښې په ډبره ويشتلې وه. لاس يې بيا پر كټ كيښود، د خواښې خبرې وريادې شوې: - خداي دې له دې كوره وركه كه سپيرې، ستا له لاسه مې گلالی زوي دا څو كاله په خارج كې ورك دی كه پلار دې. دومره ولور نه وای رانه اخيستی، ولې به دومره سرگردانه و، د ښځې دا څو كاله د واده كيده چې دې كور ته را واده شوي وه کله چې يې خاوند په كور كې ؤ، نو خوشاله وه، خو د هغه په تگ سره پرې كور هم سور اور شو.
هره ورځ د خواښې ښكنځل او وهل و، كله په يوه بهانه او كله په بله، هره به يې ورځ وهل خوړله، پلار يې په خاوند باندې زيات ولور ايښی و، د ښځې د خاوند په زيات ټينگار د ښځې پلار دې ته راضه شوي و چې د ولور پيسې به وروسته له واده وروسته وركوي، د ښځې خاوند غريب و، همدا اوس هم د ولور پيسو پسې مسافر ؤ. دزانگو څخه د ماشوم د ژړا غږ پورته شو. په كټ پرته ښځه هم جگه شوه، ماشوم يې راواخيست، تۍ يې وركړ، لږه شيبه پس يې ماشوم ته د خوب شربت وركړه او بيرته يې زانگو كې څملاوه، ښځه په كوټه كې اخوا ديخو وگرځيده خو هغه دوا يې پيدا نكړه.
لاټين يې بل كړ په زيړه رڼا كې يې په كوټه كې دوا لټوله، څو كڅوړې يې خلاصې كړې خو بيرته يې كيښودې د كوټې د يوې خوا څخه يې دزهرو دوا راواخيسته، د كټ لاندې پياله او اوبه يې پر فرش كيښوده. دوا يې په پياله كې اوبو ته واچوله ، پياله كې يې گوته تاوراتاوه كړه دوا اوس په پياله كې ښه حل شوې وه، زړه يې ؤ، چې ټوله پر سر واړوى خو بيرته يې تصميم بدل كړ كوچنۍ زوي يې ياد شو، نوره هم پښيمانه شوه زړه يې ؤ چې پياله لرې وغورځوي، پياله يې له ځانه ليرې كړه، خو بيا يې د خواښې خبرې او وهل ورياد شول، واه سپيري! خداي مو د نور درنه خلاص كړې، پلار د خداي مردار كه ميراته شې، ښځې بيا پياله را اوچته كړه خولې ته يې نږدې كړه خو بيرته يې پر فرش كيښوده، د ځايه جگه شوه د زانگو څخه يې ويده ماشوم راواخيست په غيږ كې يې څو شيبي ټينگ ونيوه څو ځله يې ښكل كړ، خو ماشوم همداسې ويده و، ښه شيبه يې په ماشوم سترگې گندلې وي، او تر ډيره يې ماشوم سينې ته جوخت نيولي و، ماشوم يې بيرته په زانگو كې كيښود، ښځې وروستي تصميم پوره كولو، ماشوم ته يې فكر وكړ، اه دا به څه كوئ؟
هغه بله ورځ چې ښځې ډوډۍ پخوله زوى يې ژړل وږي ؤ، خو خواښې ورته وويل: چې تر څو د ډوډۍ نه وې پخه، د ځايه به هم ونه ښوريږې، او هغه بله ورځ ورياده شوه چې په سر باندي خواښې پر لرگې وهلې وه، پدي بهانه چې ولې يې ډوډۍ ناوخته پخه كړه خو ښځې ته ماشوم ژړل ، ښځې ته نور صبر نه و ورپاتي. له فرش څخه يې پياله را اوچته كړه، پر سر يې واړوله ،وروستۍ غړپ يې هم له ستونې تير كړ، مرۍ يې ترخه شوه د اوچتيدو كوښښ يې وكړ خو نه يې شو كولاي.
زړه يې ؤ چې كټ ته لاړه شې خو پښو ورسره يارې ونكړه، اندامونه يې سست شول. زړه يې بد بد كيده او پر فرش پړمخه راپريوته ،سهار نږدې ؤ، لږه لږه رنا پر كوټه كې راخپره شوه، ښځه همداسې پر فرش پرته وه ،سترگې يې وازي وي، د خولې څخه يې سپين زگ راوتلي ؤ ،د ماشوم د ژړا غږ پورته شو،څو شيبې يې همداسې ژړل د ماشوم د غلې كولو څوك نه و، مور يې پر فرش همداسي پرته وه ،ددې دنيا له ظالمانو څخه په ابدې خوب ويده شوې وه٠
پاي -خوست باك ولسوالې، خپل كور٢٠١٠/٣/٢٧