په کندهار کي به د هغي بريښنا د بي ځايه کيدو مخه ونيول سي کوم چي په سلو کي ديرش فيصده د غيرمنظم سيسټم له کبله بي ځايه ځي . دا څرګندوني کندهار والي توريالي ويسا او د کندهار د بريښنا ريس انجينر فضلي احمد د نويو ترانسفرمرونو څخه دليدني پر مهال خبريالانو ته وکړي . کندهار والي توريالي ويسا په خپلو خبرو کي وويل چي د کندهار ولايتي اداري ته ١٠ پايي نوي ترانسفرمرونه د USAID لخوا ورکول سوي دي چي څه باندي ١١ ميليونه افغانى ارزښِت لري . چي ډير ژر به د بريښنا درياست له لوري نسب او فعاله سي . د ويسا په خبره چي دا دکندهار دبريښنا د ستونزو د حلولو يوه برخه ده او نوري داسي هلي ځلي هم رواني دي چي د بريښنا عمومي ستونزه حل سي ده يادونه وکړه چي د کندهار ښار په ځينو برخو کي به دسولر يا لمريزي بريښنا پايي هم نسب او فعاله سي او دوي کوښښ کوي چي په راتلونکو دريو مياشتو کي دبريښنا ستونزه حل سي او کندهار ښار به د پخوا په شان د شپي او ورځي د لوري روښانه اووسي . د کندهار د بريښنا ريس انجنير فضلي احمد وايي چي کندهار ښار ټول له پنځوسو نه تر اويا ميګاواټه پوري بريښنا ته اړتيا لري چي دا مهال يوازي ٢٠ ميګاواټه بريښنا لري چي ١٢ ميګاواټه يي له کجکي څخه او ٨ يي هم د کندهار ښار د ډيزلي بريښنا څخه ده . او ددي تر څنګ يو بل جنراتور هم لري چي د ډيري اړتيا له مخي يي دشپي له خوا د شپږو ساعتونو دپاره فعاله کوي . د انجينر فضلي احمد په خبر ه چي د هلمند په کجکي کي هم د بريښنا پر توربينونو د بيا جوړيدو کار روان دي خو ځيني امنتي ستونزي سته چي د ياد کار د پرمختګ مخه يي ډب کړي ده . د کندهار ولايتي چارواکي په داسي حال کي يو ځل بيا د بريښنا د ښه فعاله کولو وعدي کوي چي په روانو دريو کلنو کي په وارو وارو کندهاري اوسيدونکو ته ورته وعدي ور کړي دي کندهار ښاريان نيوکه کوي چي چارواکو خپلي وعدي نه دي پر ځاي کړي او دا ځل به هم د چارواکو د بريـښناد ستونزي د لري کولو خبري ته په تمه پاتي سي خو دا چي چارواکي به خپلي وعدي پر ځاي کړي او خلکو ته به د اړتيا سره سمه بريښنا برابره کړي که يا دا هغه پوښتنه ده چي وخت به يي ځواب ووايي .