The Nation: یوه مسولانه افغانه ستراتیژۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34374

دخبریدو نیټه : 2010-04-01

یوه مسولانه افغانه ستراتیژي

سرچینه: ده نیشن ورځپانه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

 

ده نیشن ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې د افغانستان لپاره د یوې مسولانه ستراتيژۍ تر عنوان لاندي یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې افغان دولت په داسي حال کې چې به ډیر خراب ادارې حالت کې قرار لري خو د امریکا  متحده ایالات هم نشي کولای تر هغو له افغانستان څخه ووزي تر څو د دغه هیواد کورني ځواکونه په خپلو پښو نه وي دریدلي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان لپاره د اوبهاما په نوي ستراتيژۍ کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو خروج ته اشاره شوي ده خو ښایې بارک اوبهاما دا مسله نه وي درک کړي چې، تر څو افغان دولت په خپله د خپل قلمرو د ساتلو توان نه یې پیدا کړی بهرني سرتیري نشي کولای له دې هیواد څخه وزي او په خاصه توګه امریکايي سرتیري.

ورځپانه لیکي چې د امریکا دغه موخه چې له افغانستان څخه به خپل سرتیري په اتلسو میاشتو کې وباسي تر هغه پوري نه شي پوره کیدای چې له افغانستان سره اوسنۍ مرستې او همکارۍ ډیري نه کړای شي.

ورځپاڼه لیکي چې له افغانستان سره د مرستیو سربیره یوه بله لاره هم شته چې هغه په افغانستان کې د عراقي تکتیک عملي کول دي.

د امریکا متحده ایالتونو له عراق څخه هغه مهال د خپلو سرتیرو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې د دغه هیواد په لانجمن حکومت کې چې د صدام د واکمنۍ تر ړنګیدو وروسته جوړ شوی وو ټولو دښمنو ډلو ته ځآی ورکړ شو او قدرت وویشل شو.

ده نیشنل ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په حکومتي تشکیل کې هم ورته ویش ته اړتیا لیدل کیږي او له دغه سیاسي ویش پرته د سولې راتلل او له افغانستان څخه د امریکا سرتیرو سر لوړي وتلو ته زمینه نشي برابریدلای .

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې له افغانستان څخه امریکايي سرتیري هغه وخت د خوندي وتلو وړتیا پیدا کولای شي چې له دغه هیواد سره د سیاسي مرستو سربیره  په دیپلوماتیکو او اقتصادي برخو کې هم پورته او ډیره  همکاري وکړي.