افغان ادبی یون « دیر » د ارواښاد ستوري یاد ونمانځه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34384
عنایت حسرت
دخبریدو نیټه : 2010-04-01

 

د ۲۰۱۰ ع کال د مارچ په ۲۸ نېټه د اتوار (یکشنبی ) په ورځ د افغان ادبی یون « دیر » تر سیورې  لاندې د پښتونخوا د دیر په تورکیمپ کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري  کولتوری او ادبی خدمتونو په یاد کې درنه غونډه او مشاعره جوړه شوه .
ددې مشاعري د نظامت  او سټیج چاري ښاغلې عنایت حسرت او ښاغلې سعادت مشواڼې تر سره کولي .
په مشاعره  کې د پښتنو لیکوالانو او شاعرانو سر بیره  په دیر کی د ساپیو ، مشاواڼیو ، سالارزیو او ماموندوقامی مشرانو  اوسپین روبو  هم  په ګڼ شمیر کی ګډون کړی ؤ
مشاعره   دسهار په نهوبجو د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د سټیج سیکرټری له خوا  ښاغلی   وزیر محمد وزیری ، ښاغلی حاجی عزیز الحق او ملک قریب الرحمن  ځانګړوکورسو ته راوبلل شول.
 
ورپسی د افغان ادبی یون « دیر » مشر ښاغلی سعادت مشواڼې راغلیو میلمنو ته هر کلی وویلو اوله دوی ئې مننه وکړه . 
ښاغلی سعادت مشواڼی خپله څیړنیزه مقاله  د « ستوری څوک ؤ » تر سرلیک لاندې د غونډې ګډونوالو ته  واوروله.
ورپسی ددی غونډې اصلې برخه چې مشاعره وه، پیل شوه چی د هیواد تکړه  نامتو او ځوانو شاعرانو پکی خپل  شعرونه واورول  او ارواښاد ستوري ته ئی د عقیدت پیرزوینې  وړاندې کړې چی د ګډونوالو له خوا  په چکچکو بدرګه کیدل.
دمشاعری لومړئ برخه  د ماسپښین په یوه بجه پای  ته ورسیده، ورپسی   دمه وشوه اوله دمی وروسته د غونډې دویمه برخه  چې د ټلیفون   پر لیکه مشاعری او او د ارواښاد کبیر ستوري په هکله  تاثراتو ته ځانګړې  شوي وه پیل شوه .
د تلیفون پر لیکه مشاعره کی د هیواد دننه او هم  له هیواده بهر له عربی هیوادونو، امریکا او اروپا څخه ګڼ شمیر  شاعرانو او لیکوالانو  برخه واخسته  ، خپل شعرونه  او پیغامونه ئې  واورول  او پښتنې کولتور  او ادب  ته د ارواښاد ستوري  خدمتونه او هلی ځلی ئی وستائیلی .
هغه درانه شاعران او لیکوالان چی ددی غونډې  د مشاعرې په دواړه برخو کی کی ګډون کړې ؤ افغان ادبی یون «دیر» تری ډیره ډیره مننه کوی  چی  نومونه ئی په لاندې ډول دی :
ښاغلی عصمت الله حقیار ، ښاغلی امجد سیرت ، ښاغلی قادر امین ، ښاغلی سلیم ناچار   ، ښاغلی معلم مشواڼې ، ښاغلی سید الله سباوون  ، ښاغلی اکبر سیال ، ښاغلی محسینې ، ښاغلی فضل ربی نسیم ، ښاغلی ډاکتر بصیر بیدار ستوری ، ښاغلی قاسم اقبال ،  ښاغلی رویداد حسرت ، ښاغلی رفیع الله اتل ، ښاغلی نسیم ستوری  ، ښاغلی نقیب احمد جان   ، ښاغلی محمد دین منصور  ، ښاغلی څاروان شینواری ، ښاغلی ډاکتر زبیر ، ښاغلی محمد حسرت ، ښاغلی سردار یوسفزی ، ښاغلی الطاف ګل ګل ، ښاغلی خیر محمد ساحر ، ښاغلی دولت خان دولت ، ښاغلی الفت ورکزی ، ښاغلی افسر خان نوید ، ښاغلی فضل خالق غمګین ، ښاغلی طاهر الطاف سرحدې ، ښاغلی محمد ګل یاسر ، ښاغلی عبدالحمید سباوون ، ښاغلی شاهد الله شاهد ، ښاغلی  اسرار د طورو ، ښاغلی شبیر دورانی ، ښاغلی محمد امین یوسفزی  ، ښاغلی نظیر یوسفزی ، ښاغلی شیر زمان سیماب ، ښاغلی بصیر ایسر مشواڼی  ، ښاغلی ، عنایت حسرت ، ښاغلی عبدالرزاق، ښاغلی اسد بازاره کې ، ښاغلی ډاکتر اورنګ زیب ، ښاغلی عطاالله ، ښاغلی صابر شاه فقیر ، ښاغلی فضل هادې ، ښاغلی سلیم خان مشواڼی  ، ښاغلی ابرهیم حماس ، ښاغلی غنې غورځنګ  ، ښاغلی حضرت حسین سیاد ، ښاغلی عیسی  خان متی زی ، ښاغلی اسلام درویش ، ښاغلی نور باچا احساس ، ښاغلی خادم یوسفزی ، ښاغلی نثار ، ښاغلی مجاهد اکبر خان ، ښاغلی محسین  حسن ، ښاغلی قادر مجنون، ښاغلی ریس خان سیایست وال، ښاغلی  رحیم خان رحیم، ښاغلی  صادق سرګردان ، ښاغلی ضیا ولی شاه ضیا ، ښاغلی رحمت  جان رحمت ، ښاغلی محمد حنیف شاهد ، ښاغلی صیاد روغانی ، او داسی نور...
په درنښت

یادونه: ددی غونډی ویډیو به  وروسته پرلیکه شی