Newsweek: له شیطان سره معامله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34385

دخبریدو نیټه : 2010-04-02


سرچینه: نیوزویک

لیکوالان: رون ماریو او سمیع یوسفزی

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


نیوز ویک مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې له افغان دولت سره د ګلبدین حکمتیار د مذاکراتو په باب یوه مقاله خپره کړی چې ځیني برخې یې د بینوا ویب پاڼي له لارې په پښتو ژبه تاسو ته خپریږي.

د شمشتو د کډوالو کمپ چې د پیښور ښار په څنډه کې پروت دی د جوړښت له لومړیو ورځو راهیسي تر اوسه پوري د افغانانو یو لوی او ټينګ کمپ بلل کیږي.

هغه قانون چې په دغه پنډغالي کې د تطبیق وړ دی د ګلبدین حکمتیار ځانګړی قاون دی چې په قوت او شدت سره دغلته پلی کیږي.

نیوز ویک لیکي د ۱۹۸۰ کلونو پر مهال چې د شمشتو کمپ د ګلبدین حکمتیار عمده مرکز وو او هغه به د روسانو پر ضد جګړه له همدغه مرکز څخه تنظیموله، کله نا کله به د کمپ په څنډو کې په وینو لت پت جسدونه ولیدل شول او خلک به په دې ښه پوهیدل، هغه څه چې وینې په دغه کمپ کې د حکمتیار د مخالفینو یو بل ډول دی.

په تیرو دریو لسیزو کې حکمتیار هغو کسانو ته چې د ته یې پام نه اړاوه په اشکار ډول پیغامونه استولي دي.


د اتیایمې لسیزې پر مهال د حکمتیار جنګیالي د روسانو په پرتله له خپلو مجاهدینو سره په جګړو کې ښکیوتل.

نیوز ویک لیکي چې په کابل کې د ډاکټر نجیب د حکومت له نسکوریدو وروسته ګلبدین حکمتیار قدرت ته د رسیدو لپاره د کابل ښار په توپونو او راکټونو وویشت خو په دې و نه توانید چې له خپلو هغو ملګرو چې دغه ښار یې لاندي کړی وو د مرکز کنټرول خپل کړی.

هغه دغه ښار په کنډواله بدل کړ.

نیوز ویک لیکي چې په دغه جګړه کې په زرګونو کابلیان ووژل شول خو تر اوسه هیڅ څوک نه پوهیږي چې دقیقاً څومره انسانان په دغه جګړه کې وژل شوي دي.

طآلبانو په ۱۹۹۶ کال کې هغه له هیواد څه وشاړه.

خو ورځپاڼه لیکي چې افغانستان ته د امریکایانو له راتګ وروسته نوموړی بریته هیواد ته ستون شو تر څو له امریکایانو سره له سره جګړه پیل کړی، او په ۲۰۰۶ کال کې یې عملاً له القاعدې ډلي سره یو والی اعلام کړ.

حکمتیار وویل: (( القاعده به بیرغ ژوندی وساتي او مونږ به د پلویانو په څير د هغوي تر څنګ ولاړ یو)).

نیوز ویک لیکي چې تیره اونۍ د حکمتیار یوه پلاوي یوه طرحه حامد کرزي ته راوړه .

په دغه طرحه کې حکمتیار د روان کال تر پایه پوري له افغانستان څخه د ټولو سرتیرود وتلوغوښتنه کړي ده .

د امریکا په کلفرونیا کې افغان سوداګر او د حکمتیار د ډلي ویاند محمد داود عابدې چې له القاعدې سره د حکمتیار د اړیکو خبره نه مني وایې: (( زمونږ لپاره مهمه دا ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو وتلو ته یو میکانیزم جوړ کړو، او مونږ غواړو چې داسي شرایط رامنځ ته کړو چې بهرنیو سرتیروته لاره ورکړو چې په  ډير درناوي سره له افغانستان څخه ووزي)).

نیوز ویک لیکي چې حقیقت دا دی چې حکمتیار هیڅ کله هم امریکایانو ته د  یوه اسانه او دلپذیره ژوند مطالبه نه کوي .

نیوز ویک لیکي چې د اتیایمې لسیزې پر مهال حکمتیار د  پاکستان د استخباراتي ادارې د حسن نیت له کبله د امریکا ډیري مرستې تر لاسه کولي او دا هغه وخت وو چې ای اس ای په افغانستان کې مجاهدینو ته د وسلو او مالي امکاناتو د ویشلو دنده لرله.

حکمتیار په هر فرصت کې د امریکا په هڅو نیوکه کړي ده .

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته حکمتیار د خپل سر او مال د خوندي توب لپاره ایران ته وتښتیده او ایران هم نوموړی تر ۲۰۰۲ کال پوري تر یو ډول کورني توقیف لاندي ونیوه تر هغه چې نوموړی افغانستان ته د تلو لپاره مجبور شو .

نیوز ویک لیکي چې امریکايی چارواکي له حکمتیار سره د مصالحې په باب ضد اونقیص نظریات لري او غالباً نوموړی په نورستان کې د امریکایانو په یوه پوځي هډه په برید کې هم تورن بولي.

په دغه برید کې چې په تیر اکتوبر میاشت کې وشو دغه هډه سخته زیانمنه شوه اته سرتیري پکې ووژل شول او ۲۴ نور ژوبل شول.

نیوز ویک لیکي چې د امریکا یو شمیر سیاسي چارواکي او په خاصه توګه استخباراتي مامورین وایې دوي له هغو کسانو سره له مذاکرې کرکه لري چې لاسونه یې د امریکایانو په وینو سره وي.