سرچینه: نیویارک ټایمز
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د نیویارک ټایمز امریکایې ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د امریکايی سمندري ځواکونو نویو هڅو ته په کتو سره یوه مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکي چې د امریکا سمندري ځواکونه هره اونۍ په مارجه کې په سلګونو زره ډالر لګوي تر څو د هغو خلکو د جایدادونو خساره ورکړي چې د جګړې پر مهال زیانمن شوي دي.
د دغو پیسو ویوه بله برخه بیا له طالبانو څخه د عامو افغانانو د را جلا کولو په پروسې لګول کیږي.
نیویارک ټایمز لیکي چې امریکايی سمندري پلي ځواکونه غواړي په خپل دې کار سره د خلکو زړونه او ذهنونه خپل کړي تر څو له طالبانو سره له یو ځای کیدو منع شي .
ورځپاڼه لیکي چې دا د عراق طریقه ده او امریکايی ځواکونو په عراق کې هم په ورته اقداماتو سره وکولای شول چې ډیری سوني عراقیان له بغاوت څخه را وګرځوي او له حکومت سره یې همکارۍ ته اړ باسي.
خو د ورځپاڼي په باور چې په افغانستان کې حالات بل ډول دي.
نیویارک ټایمز لیکي چې طالبانو ډیری هغه کسان چې له حکومت او امریکايي ځواکون سره همکاري کوي او یا له امریکایې ځواکونو یې پیسې تر لاسه کړي وهلي، وژلي او په ځينو مواردو کې یې د هغوي مرسته شوي ډالر ترینه خپلو جبونو ته اچولي دي.
نیویارک ټایمز د مارجې د یوه پولیس قوماندان غلام سخي څخه په حواله لیکي چې وایې په دې ورستیو کې دی خبر شوی چې یوه دوه دیرش کسیزه طالب ډله په سیمه کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوې هډي ته ورغلي او په دې پلمه چې عام افغانان دي له امریکایانو څخه یې دخپلو کورونو او باغونو د زیانمن کیدو په پلمه په لسګونو زره ډالر تر لاسه کړي دي.
غلام سخي ویلي چې له طالبانو څخه د عادې افغانانو بیلول اسان کار ندی.
غلام سخي نیویارک ټایمز ته ویلي چې طالبان په دغو پيسو ماینونه اخلي او دغه ماینونه بیا بیرته د امریکايي ځواکونو پر ضد کاروي.
نیویارک ټایمز په پای کې لیکي، په داسي حال کې چې مارجه د طالبانو له تصرف څخه وتلي خو بیا هم ډیر خلک د طالبانو له ویرې له حکومت او خارجي سرتیرو سره همکارۍ ته زړه نشي ښه کولای .