لاسنجلس ټایمز: له طالبانو سره د کرزي د یوکیدو ګواښ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34507

دخبریدو نیټه : 2010-04-07

لاسنجلس تایمز: له طالبانو سره د کرزي د یو والي ګواښ

سرچینه: لاسنجلس ټایمز امریکایۍ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د لاسنجلۍ ټایمز ورځپاڼې د نورو غربي رسنیو په څير په خپله ننۍ ګڼه کې د افغان جمهور ریس حامد کرزي او د هغه د غربي متحدینو تر منځ د ورستیو ردو بدلو شویو خبرو په  اړه یوه مقاله خپره کړي ده .

ورځپاڼې د حامد کرزي هغه څرګندوني را اخیستي چې روانه اونۍ یې د ولسې جرګې له یو شمیر وکیلانو سره د یوې خصوصي غونډي پر مهال کړې او ویلي یې دي چې که چیرته بهرنیان په افغانستان کې خپلې مداخلې ته دوام ورکړي دی به دې ته مجبوره شي چې له طالبانوسره لاس یو کړي.

کرزي دغه خبرې د شنبې په ورځ په کابل کې د ولسې جرګې له یو شمیر غړو سره د خبرو پر مهال کړې.


لاسنجلس ټایمز لیکي، چې د کرزي دغو خبرو د پارلمان د یو شمیر غړو په ګډون د یو شمیر دیپلوماتانو او امریکايي چارواکو غوصه هم را پارولي او هغوي د کرزي دغه خبري زیان رسونکي بولي.

کرزي په دې ورستیو کې په خپلو غربي متحدینو او په خاصه توګه امریکا سختې نیوکې کړي چې ګواکي د ده په کورنیو چارو او په  خاصه توګه د انتخاباتوپه جریان کې یې بربنډې مداخلې وکړې او په خلکو یې د ده باور کم کړی دی  .

لاسنجلس ټایمز لیکي غربیان چې د طالبانو د رژیم په نسکورولو کې د کرزي نږدې متحدین شمیرل کیږي او  په  ملیاردونو امریکایې ډالر یې کرزي ته ورکړي دي اوس په خپل دغه پخوانی اعتبار وړ کس خپل باور له لاسه ورکوي او ښایې کرزی له دې پس خپل هغه محبوبیت حتی په غربي ولسي وګړو کې هم له لاسه ورکړي چې تر دې دمخه یې درلود.

د ورځپاڼي په لیکنه کرزی اوس غواړي چې د طالبانو ملاتړ خپل کړې خو ګواښ کوي چې که چیرته په ده باندي د افغانانو باور له لاسه ولاړ شي نو ښایې د طالبانو اوسنی بغاوت ولسي بڼه خپله کړي.

لاسنجلس ټایمز  په پای کې لیکي چې کرزی اوس له خپلو غربي متحدینو سره په داسي یوه ډنډ کې ګیر دی چې له سریښو ډک دی او هیڅ لوری هم نشي کولای د فشار او یا هم د رضایت له مخې له دغه ډنډ څخه ځان وباسي.