دهيوادکرکيټ بورډدکندهارکرکيټ ته خاصه پاملرنه نه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34532
سيدعبدالباري روحاني
دخبریدو نیټه : 2010-04-07


په کندهارکې دکرکيټ فدراسيون رئيس ولي امين سره مرکه .
روحاني : ښاغلي ولي امين په لومړى سرکې به خپله پوښتنه په کندهارکې دکرکيټ دتاريخچې په  اړه درڅخه وکړم چې دلته دکرکيټ لوبه له کله راپيل سوې ده ؟

امين : دلومړي ځل لپاره کرکيټ په کندهارکې د١٩٩٥ عيسوي کال کې پيل سوچې په لومړيوکې يې دګوتوپه شمېرلوبغاړي لرل دڅه مودې وروسته ددې لوبې دوې لوبډلي رامنځته سوې .

روحاني: دامهال دکندهارولايت دکرکيټ څولوبډلي لري ؟
امين : کرکيټ دامهال دهيواددځينونوروولايتونوپه څېرپه کندهارکې هم خوراډېرمينوال اولوبغاړي لر ي ، خودکندهارکرکيټ فدراسيون سره لس کرکيټ لوبډلي رسميات لري .
روحاني : دکرکيټ لوبي هغه لوبغاړي چې ستاسوسره رسميات لري شمېريې څوتنوته رسيږي البته دکندهارولايت په کچه ؟

امين : دکرکيټ هره يوه لوبډله يوولس تنه غړي لري خوله موږ سره تردغه  زيات کسان چې دکرکيټ لوبه کوي  شتون لري ځکه په هره لوبډله کې تريوولسوزيات کسان لوبي کوي خودلوبي پرمهال په لوبه کې يوازي يوولس تنه گډون کوي . دکندهارپه کچه دکرکيټ لوبغاړوکره شمېره راسره نسته .

روحاني : په کندهار کې دکرکيټ لوبه يوازي په کندهارښارپوري محدوده ده اوکه يې لمن ترولسواليوپوري هم غځېدلې ده ؟
امين : دامهال اته لوبډلي په کندهارښارکې دي اودوې لوبډلي په سپين بولدک ولسوالۍ کې شتون لري  ، موږ داويلاى سو چې دکندهارپه ځينونوروولسواليوکې به هم دکرکيټ لوبه کيږي خوموږ يې په اړه خاص معلومات نلرو.

روحاني : په کندهارکې دکرکيټ فدراسيون دلاسته راوړنوپه اړه که معلومات راکړى چې څه لاسته راوړني لرى .؟

امين : کرکيټ لوبډله تاسوته څرګنده ده چې ډېرلږ وخت کيږي چې په کندهار کې مروجه سوې ده اوپه ډېرلږ وخت کې يې زيات مينوال خپل کړي دي . په دې ولايت کې دکرکيټ دلسولوبډلورامنځته کېدل اودغي لوبي ته ترولسواليوپوري رسېدل خپله يوه لويه لاسته راوړه ده . موږ په ډېرولږوامکاناتواوډېروستونزوپه درلودلوسره دهيواداوبهرني هيوادپاکستان  کچه لوبي کړي اوهلته موخپلوسيالانوته ماتي ورکړي دي . دوې مياشتې وړاندي مودهيوادپه کچه په ننګرهارکې  هغه ټورنميټ دکندهارپه ګټه پاىته ورساوه چې زرګونوخلکويې ننداره کول .  تېرکال مودګاونډي هيوادپاکستان په کوټه اوبلوچستان کې هم لوبه وکړه چې دبيلابيلوجايزوپه لاسته راوړلوسره هسکه غاړه کندهارته راستانه سوواوهلته موهم دکندهارنوم اوچت کړ. دې ته ورته نوري لوبي موهم په بيلابيلوځايونوکې کړي دي چې کندهاري کرکيټ لوبډله ښه پکي ځلېدلې ده .

روحاني : دهيواددکرکيټ ملي ټيم ته موهم لاره پيداکړې ده ؟
امين : له بده مرغه بايد ووايم چې دهيوادکرکيټ بورډدکندهارکرکيټ ته خاصه پاملرنه نه کوي ،هغوى موږ سره په دې برخه کې مرسته نه ده کړي په داسي حال کې چې زه پخپلولوبغاړوباوري يم چې دنړى په کچه کرکيټ لوبوکې لوبېدلاى سي .

خوله نيکه مرغه بايدووايم چې زموږ نولس کلن ځوانان دهيوادپه کچه دکرکيټ نولس  کلونوځوانانوپه ملي ټيم کې گډون لري ، چې مشري يې خوشحال رسولي کوي . اودخوښۍ ځاى دادى چې دنولس کلونوځوانانومشري زموږ دکندهارتکړه لوبغاړى خوشحال کوي .دغوځوانانودهمدغه خوشحال له برکته نيوزرلېنډاوکاناډاته سفرونه کړي اوپه بري سره يې لوبي پاى ته رسولي دي .
زموږ هيله دافغانستان کرکيټ بورډ څخه داده چې موږ ته وخت راکړي زموږ ځوانان تشويق کړي اوملي ټيم ته يې وروبولي .

زه ويلا ى سم چې ماترخپله وسه پوري دکندهارکرکيټ دپراختيااولاښه سمون په موخه زياتي هلي ځلي کړي دي . زه دکندهارکرکيټ لوبډلوپه استاذيتوب دکرکيټ بورډاوملي لوبډلي څلوروغړيوسره مل ډوبۍ ته ولاړم اوهلته مي دنړيوالي شورى يوروزنيزکمپ کې چې ځوانانوته يې دکرکيټ په برخه کې روزنه ورکول ګډون وکړ، ورپسې دماليزياهيوادته ولاړم اوهلته مي په اووه ورځني سفرکې کوچېنګ ليول ټوووايه له دې څخه وړاندي مي کوچينګ ليول ون په په ١٩٨٨ ع کال کې ويلى وو. زه په هسکه غاړه وايم چې داځل له ماليزيانه هم بريالى راغلم زه هڅه کوم چې خپلي تجربې چې دکرکيټ په اړه لرم له خپلوکندهاري لوبغاړوسره شريکي کړم .

روحاني : په کندهارکې دکرکيټ لوبي دپراختيااوپرمختګ لپاره څه کول پکاردي ؟

امين : په کندهارکې دکرکيټ لپاره په معياربرابردلوبوډګرنسته ، ځيني لوبغاړي اقتصادي ستونزي لري ، اونسي کولاى چې کاپي وخت دسپورټ لپاره بيل کړي . زماهيله داړوندودولتي مسؤلينواوبډايه خلکونه داده چې په کندهارکې دکرکيټ لوبي يوميدان جوړکړي اودغه رازدکرکيټ لوبغاړوسره هراړخيزي مرستي وکړي ترڅوموږ هم دنړۍ په کچه دکرکيټ لوبي ترسره کړواوپه نړيوالوسپورټي ډګرونوکې دهيوادپه خاص ډول کندهارنوم لاهم اوچت کړو.

روحاني : ښاغلى والي امين ستاڅخه مننه چې زموږ پوښتنوته موځواب راکړ

امين : تاسونه هم مننه کوم چې زموږ سره مودزړه خواله وکړل .

دټاټوبي څخه په مننه