د افغانستان په تاریخ کی په لومړی ځل په کندهار او جنوب غرب حوزه کی اسلامي بانکدراي پیل سوه
کابل بانک په دې وتوانیدلو چې د افغانستان په تاریخ کښی په لومړی ځل اسلامی بانکداری په کندهار ، هلمند ، اروزګان ، زابل او سپین بولدک کی پیل کړی.
په همدی مناسبت د شنبی په ورځ ۱۴ د حمل ۱۳۸۹ چې ۲۰۱۰ میلادی کال د اپریل ۳ نیټه په کندهار ښار کی د کابل بانک په نماینده ګی کی یوه پرتمینه غونډه جوړه سوې وه .
په دی غونډه کی د کندهار والی پوهنوال ډاکتر توریالی (ویسا ) د کندهار دولتی ادارو ریسانو ، د کندهار ښاروال ، د جنوب غرب د علماو دشورا غړو او ګڼ شمیر علماو او سوداګرو او د بانکونو کارمندانو ګډون کړی وو.
غونډه په رسمی ډول د قرآن پاک په تلاوت سره پیل سوه
وروسته د کابل بانک د کندهار څانګی آمر محترم محمد رحیم (قادری) د ښه راغلاست وینا واوروله .
وروسته د کابل بانک د اسلامی بانکداری مرکزی مشر ښاغلی ډاکټر علم خان ( همدرد) د اسلامی بانکداری معرفی کولو تر څنګ د اسلامی بانکداری د اسلام او اقتصاد او د بانکداری له نظره ګټی او اهمیت جوت کړ.او وویل چې الحمدلله د لوی خدای (ج) فضل دې چې په لومړی ځل مونږ په تاریخ د افغانستان کی اسلامی بانکداری په کندهار ، زابل ، اروزګان ، هلمند او سپین بولدک کی شروع کوو.
وروسته محترم والی صاحب خپله وینا واوره وله او د کابل بانک څخه یی مننه وکړه چی دوی ګرانو هیواد والو لپاره د اسلامی بانکداری خدمات په کندهار کی پیل کړل . ده د بانکونو په رول خبری وکړی او د بانکونو شته والی یی د اقتصاد لپاره ګټه ور ووبله ، د د کابل بانک د اسلامی بانکداری پرانستنه وستایله دا یی یو ښه کار ووبله او د کابل بانک د مشرتابه هیت څخه یې مننه وکړه چې په کندهار کی له ټولو مخکی اسلامی بانکداری شروع کړه.
په آخرکی د کندهار د علماو شورا ریس هم ګډون کونکو ته وینا وکړه او د کابل بانک د اسلامی بانکداری یې د شریعت سره سم او په ځای کار ووبله او دخپلی همکاری ژمنه یې وکړه.
وروسته بیا د پټی په پریکولو سره رسماً د اسلامی بانکداری افتتاح وشوه او د ټولو مخکی پکښی محترم والی صاحب ځان ته یو حساب پرانسته اود کندهار د علماو ریس پکښی هم ځان ته حساب پرانسته.