سرچینه: بلډ جرمنۍ ورځپانه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د آلمان صدراعظمه انګیلا مرکل د بلډ آلمانۍ ورځپاڼي له لورې دې ته اړ ایستل شوي چې په افغانستان کې د وژل شویو دریو آلماني سرتیرو د مقام د لمانځلو لپاره دجمعې په ورځ په خاصو مراسمو کې برخه واخلي.
د بیلډ ورځپاڼې په حواله چې میرمن مرکل د لومړي اووروستي ځل لپاره په ۲۰۰۷ کال کې د خپلو دریو پولیسانو د مړینې په خاصو مراسمو کې برخه اخیستي وه چې یو یې د هغې پخوانۍ باډیګارډ وو.
دغه دری تنه په افغانستان کې وژل شوي ول.
د ورځپاڼي په خبره چې میرمن مرکل به د اپریل میاشتې په نهمه نیټه په دغو مراسمو کې چې په آلمان کې د هغې په خاصه غوښتنه ترتیب شوي برخه واخلي.
میرمن مرکل د هغو دریو سرتیرو د یادبود مراسم لمانځي چې په کندز کې له طالبانو سره په نښته کې مړه شوي دي.
بیلډ ورځپآڼه لیکي چې د آلمان صدراعظمه باید د امریکا او فرانسې د ولسمشرانو په پله پل کیږدي او په افغانستان کې د قربان شویو سرتیرو یادونه په خاصو مراسمو کې وکړي.
د ورځپاڼي په لیکنه چې میرمن مرکل کولای شي چې عامو جرمنیانو ته د دغو مراسمو له لارې دا پیغام ورسوي چې د افغانستان حالات څومره کړکیچن او نازک دي او آلماني سرتیري باید د خلکو له لوري څومره کلک حمایت شي.
دې بیلډ ورځپاڼي د آلمان د پارلمان له یوه غړي Christian Schmidt څخه په حواله لیکلي چې انګیلا مرکل کولای شي چې په دغو مراسمو کې آلمانیانو ته دا پیغام ورسوي چې د افغان ماموریت دوام دوي ته حیاتي دی او د دغه ماموریت دوام او بریالي توب د آلمانانو پوره ملاتړ ته اړتیا لري.
بیلډ ورځپاڼه لیکي چې د دوهمې نړیوالي جګړې په اړه د جرمنیانو قضاوت اوس په افغانستان کې هم د آلمان ماموریت ته عادې آلمانیان نا راحته کړي دي او هغوې څو څو ځله غوښتنه کړي چې سرتیري باید له افغانستان څه وایستل شي.
Bild ورځپاڼي په پای کې لیکلي چې که څه هم عام آلمانیان د افغان ماموریت د سر ته رسیدو مطالبه کوي خو حاکم حکومت چې میرمن مرکل یې مشري کوي په افغانستان کې د ناټو یو غښتلی متحد بلل کیږي چې ۴۳۰۰ سرتیري په دغه هیواد کې لري.