د سکاټلېنډ ساينس پوهانو د اعصابو د بنسټيزه ژوانکې په توليد بريالي شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3460
کوچۍ
دخبریدو نیټه : 2005-08-16

٢٥ د زمري ١٣٨٤

 

Stem cellsبي بي سي :    په سکاټلېنډ کې ساينس پوهانو د انساني امبريو له بنسټيزه حجري  يا ژوانکې څخه په نړۍ کې په لومړي ځل  د اعصابو سوچه بنسټيزه ژوانکې توليد کړي دي.

 

عصبي  بنسټيزه ژوانکې  د دماغ او  مرکزي  عصبي سيسټم  لويه برخه جوړوي او دا به د هغه خلکو سره مرسته وکړي چې د  الزهايمر په څير دماغي  ناروغي لري.

 

که څه هم دا بهير به وخت واخلي خو د نوو داروګانو د پياوړي کولو لپاره دا ازموينه ډېره ګټوره ده. د دی ازموينې څخه به دا ګټه هم  تر لاسه شي چې ساينس پوهان به د نږدې څخه د دماغ د جوړيدو بهير وڅاري چې ولې دا دماغي ناروغي رامنځ ته کيږي.