سرچینه: د امریکا اې بې سې ټلویزیوني چینل
د کابل او واشنګټن تر منځ تر لفظي ګزارونو وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا ولسمشر بارک اوبهاما د خپل منتقد ملګري کرزي ننګه وکړه او هغه یې خپل کلک ملګری په ګوتو کړ.
اوبهاما د خپل هیواد له اې بې سې ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې دا څرګندوني کړي دي.
ښاغلي اوباما د امريکا د اې بي سي تلوېزيون د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ولسمشر کرزی د امريکا ملګری دی، خو په کور د ننه داسې سياسي مسایل لري، چې غوڅول غواړي.
دا له کله نه چې تېره اوونۍ ولسمشر کرزي لوېديځ د ولسمشرۍ په مخکنۍ ټاکنو کې په لاس وهنه او د ده د کمزورتيا په هڅو تورن کړل، د امريکا د ولسمشر لخوا د ده د ملاتړ تر ټولو پياوړې نښه ده .
ويل کېدل چې دغې وينا له واشنګټن سره د افغان ولسمشر پر اړيکو کلک ګوذار کړی او ان بله مياشت يې دغه هېواد ته د ده سفر تر پوښتنې لاندې راوستی دی .
خو د سپينې ماڼۍ چارواکي وايي دا هر څه هېر شوي او ولسمشر کرزی به له بلنې سره سم امريکا ته ورځي.
له اې بي سي تلوېزيون سره په يوه اوږده مرکه کې بارک اوباما وويل چې ولسمشر کرزی د القاعدې او طالبانو په ماتولو کې زموږ ډېر نژدې انډيوال دی.
ښاغلي اوباما وويل افغانستان کې پرمختګ شوی، او کرزی غواړي چې د ده په وينا افغانستان د ۲۱ پېړۍ له ژوند سره برابر کړي.
ده وويل امريکا ځکه په افغانستان کې جنګېږي، چې له دغه هېواد څخه بريد زموړ د امريکايانو ۳۰۰۰ ککرۍ راورغړولې .
له دې خبرې د ښاغلي اوباما موخه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ بريدونه ول .
ښاغلي اوباما وويل بريد کوونکي لاهم په افغانستان کې دي او د امريکايانو د وژلو طرحې جوړوي.
اوباما وويل د افغانستان له جګړې يې هدف د القاعدې کمزورتيا او دړې وړې کول دي، نو په دې مبارزه کې ولسمشر کرزی د امريکا نژدې مرستندويه انډيوال دی.
اوباما د مرکې په اوږدو کې وويل کرزی د کورني سياست چارې سمبالول هم پرغاړه لري چې له هودې يې بايد ووځي.
ښاغلي اوباما وويل افغانستان کې پرمختګ شوی، او کرزی غواړي چې د ده په وينا افغانستان د ۲۱ پېړۍ له ژوند سره برابر کړي.
وړاندې کرزي ويلي چې د امريکا متحده ايالتونه د افغانستان په کورنيو چارو کې ګوتې وهي او خبرداری يې ورکړی و، چې په وينا يې که دغه لاسوهنه همداسې روانه وي،نو د طالبانو مقاومت به لانور مشروعيت ومومي.
امريکايي چارواکو له کرزي نه غوښتي چې خپل حکومت له فساد او بډو نه پاک کړي، چې په پای کې امريکايي پوځيان په ډاډه زړه له افغانستانه ووځي.
خو د جمعې په ورځ د امريکايي چارواکو د خبرو ډول له پخلاينې ډک ښکارېده، ځکه چې سپينه ماڼۍ افغانستان کې د خپلو عسکرو زياتول غواړي.
د امريکا د ملي امنيت سلاکار جېمز جونز خبريالانو ته وويل چې امريکا د کرزي په سفر کې کوم بدلون نه دی راغلی او وويل کرزي ته بلنه ورکړل شوي چې د راتلونکې مۍ مياشتې پر ۱۲مه امريکا ته راشي.
ښاغلي جونز دا هم وويل ولسمشر اوباما ژمن دی، چې افغانستان کې د بري پرلور خپل ګامونه لاپسې اوچت کړي.
د ملي امنيت سلاکار وويل چې اوس موږ پخوانۍ خبرې هېرې کړې او له يوه داسې ملګري سره خپله ملګرتيا پالو، چې په ولسواکه توګه ټاکل شوی دی .
امريکايي چارواکو له کرزي نه غوښتي چې خپل حکومت له فساد او بډو نه پاک کړي، چې په پای کې امريکايي پوځيان په ډاډه زړه له افغانستانه ووځي