لاسنجلس ټایمز: افغانستان ته به یوه ورځ سوله راځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34701
ایډیټ: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-04-13



سرچینه:لاسنجلس ټایمز ورځپاڼه
د امریکا لاسنجلس ټایمز ورځپاڼي   په خپله ننۍ  ګڼه کې په افغانستان کې  د لانجې د هوارولو او دا چې یوه ورځ به د ورځپاڼي په باور په دغه هیواد کې په حتمي توګه سوله راځي یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې د سولې هغه مشورتې جرګه چې په راتلونکي کې د افغان دولت له لوري جوړیږي یو ښه فرصت دی تر څو پکې د جګړې ټولو اړخونو ته د ګډون بلنه ورکړل شي او افغان دولت له دغې لاري کولای شي چې د متخاصمو ډلو نظریې په عام محضر کې د مخورو، سپینږیرو، جهادې مشرانو او نړیوالي ټولني د استازو تر مخ وسپړي.

ورځپاڼه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ستنلي مک کرستال هغه وینا را اخلي چې وایې د افغانستان لانجه سیاسي حل لاره لري او روانه جګړه باید د خبرو  اترو له لاري هواره شي.

لاسنجلس ټایمز ورځپاڼه وړاندي لیکي چې افغان دولت باید هڅه وکړي په مشورتې جرګه کې ډیرو کسانو ته بلنه ورکړي او په خاصه توګه هغه کسان باید را وبلل شي چې د جګړې اړخونه دي.

ورځپاڼه لیکي، جګړه هیڅ وخت د حل لاره نشي کیدای او د افغانستان تاریخ ته په کتو سره هیڅ کله هم سیاسي لانجې د جګړې له لارې ندي هواري شوي.

لاسنجلس ټایمز وایې که د سولې په خبرو کې ډیرو خلکو ته بلنه نه وي ورکړل شوي یو شمیر ډلي او کسان به بیا د خپلو نظریاتو اوخواستونو له وړاندي کولو محروم شي او یو ځل بیا به د حکومت پر ضد وسلې ته لاس کړي.

د لاسنجلس ټایمز  ورځپاڼي په داسي حال کې دغه مطلب خپور کړی چې افغان دولت د سولې د مشورتې جرګې لپاره تابیا نیسي.

دغه جرګه کې به د جرګې د منتظمینو پر وینا پریکړه وشی چې له مخالفینو سره له کومي لاري او څرنګه
خبري کیدای شي او کومه لاره د قومي مشرانو، سپینږیرو، ملا امامانو او نورو مخورو د انتخاب وړ ده .

لاسنجلس  ټایمز لیکي چې افغان دولت او نړیواله ټولنه باید د سولې لپاره د حکومت د مخالفینو هغه هیلې ماتې نکړي چې اوس څه نا څه را  ټوکیدلي دي او امکان شته چې په څو تیرو  کلونو کې جنګیدلي مخالفین د سولې له بهیر سره یو ځای کړای شي.

ورځپاڼه د مطلب په پاې کې د یوه غربي دیپلومات هغه خبره را اخلي چې وایې ناټو، امریکا، اروپایې  ټولنه او  نور غربي متحدین د افغان دولت له همکارۍ پرته په افغانستان کې بریالي توب ته نشي رسیدلای او د افغان دولت د مشروع او سنتي سولیزو رفتارونو ملاتړ د  کابل متحدین د بریالي توب پولې ته رسولای شي.