SPIEGEL: افغانستان کي د جرمنیانو نوی دښمن

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34736

دخبریدو نیټه : 2010-04-14

سرچینه: د آلمان شپیګل ورځپاڼه

رپوټ: Susanne Koelbl

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د آلمان شپیګل ورځپاڼه لیکي هغه دری  جرمني سرتیري چې په دې ورستیو کې د افغانستان په کندز کې د طالبانو له لوري ووژل شول، په داسي یوه وسله وژل شوي چې ډیره پرمختللي وه او معمولاً له هر طالب سره نه وي.

شپیګل لیکي چې د ازبکستان اسلامي تحریک غړي دغه  وسلي خپلو افغانو ملګرو او هغو هم وطنو ملګرو ته لیږي چې په افغانستان کې فعالیت کوي خو جرمني په دې برخه کې شدید کار کوي چې څرنګه هغوي ته خپل ځواب ورکړي.

شپیګل یو انځور هم خپور کړی چې په هغه کې یو آلمانی ټانک په اور کې پټ دی چې تر څنګ یې څو طالبانو او څو ماشومان ولاړ دي.

ورځپاڼه لیکي د لسو تر ۱۲ کلونو تر منځ دغه ماشومان چې له سوځيدلي آلماني ټانک  سره څنګ  ته ولاړ دي، سپینې  جامې یې  اغوستي او داسي ولاړ دي چې فکر کوي د آلماني ټانکونو سوځول په نړۍ کې یو معمول کار دی.

شپیګل لیکي چې د انځور په منځ کې یو ولاړ ماشوم چې سپینې جامې یې پر تن دي په دې خاطر  چې مسلمان دی نو دی وایې چې دی به هم د دغو ازبکو وروڼو سره یو ځای چې کله لوي شي خپله مبارزه د بهرنیو پر وړاندي پیل کړي.

شپیګل لیکي چې دغه انځور د تیر کال د جولاۍ میاشتې په یولسمه د اینول ماجر په کلي کې چې د کندز لویدیځ اړخ ته  د چهاردرې په ولسوالۍ کې پروت دی اخیستل شوی دی.

شپیګل لیکي چې د افغانستان په  ډیرو برخو کې د حکومت ضد جنګیالیو  غټ شمیر   پښتانه جوړوي.

خو د ورځپاڼي په باور چې په چهاردرې کې ډیری طالبان د  غیر افغان بنسټ پالو له لوري چې د پخوانی شوروي د ازبکستان د جمهویت وګړي دي روزل کیږي.

ورځپآڼه لیکي چې دغه ازبکان دغو افغان جنګیالیو ته پوځي زدکړه ورکوي او ورته پرمختللي وسلې سپارې.

شپیګل لیکي چې په کندز کې دغه روزونکي عناصر د ازبکستان دي خو یو شمیر یې دچیچنیا هم دي چې مسلکي وژونکي هم ورته ویلای شو.

د ورځپاڼې په باور چې دغه ازبک عناصر د ازبکستان د اسلامي نهضت غړي دي هغه ډله چې د القاعدې ډلي د مشر اسامه بن لاډن له لوري یې ملاتړ کیږي.

شپیګل د مطلب په دوام لیکي چې په کندز کې طالبان په نوی ماډل کلاشینکوفونو او هغو ماشیندارونو مجهز دي چې د آلمان د سپیشل فورس ځواکونو له لوري کارول کیږي او په ورته  وخت کې ورسره ار پې جې راکټ لانچر او یو بل ډول بم ویشتونکي وسلي هم شته چې د دښمن شوبلې ته اور اچوي.

ورځپاڼه لیکي چې دغه ډول پرمختللي وسلې طالبان یوازي له نړیوالو جنایت کارو ډلو سره د ارتباط له مخې تر لاسه کولای شي ځکه چې به سیمه کې د یادو وسلو دوه ډوله په آسانۍ سره نه موندل کیږي.

شپیګل ورځپاڼې دا  هم ویلي چې آلمان اوس په دې پوهیږي چې په کندز کې یې سرتیري له جدی خطر سره مخ دي او د دغه خطر له مینځه وړل ډیرو مالي منابعو او دیپلوماتیکو هڅو ته اړتیا لري.