(( د افغانستان ۹۰ سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده)) : سراج الدین حقاني
سرچینه: اې کې اې ورځپاڼه
میرویس جلالزی
د اې کې اې رسنۍ له یو شمیر عربي ویب پاڼو په نکل خبر ورکړی چې د طالبانو یو وتلی قوماندان سراج الدین حقاني وایې چې د افغانستان نوې سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده او طالبان په عمل کې له القاعدې ډلي سره نږدې همکاري لري.
آژانس دغه خبره د حقاني له هغې مرکې څخه راخلي چې د چهارشنبې په ورځ په یو شمیر عربي ویب پاڼو کې خپره شوي ده .
حقاني په خپله دغه مرکه کې ویلي: (( مونږ طالبان د افغانستان ۹۰ سلنه خاوره تر خپلې ولکې لاندي لرو او زمونږ مجاهدین به ټول افغانستان هم تر ولکې لاندي راولي )).
۳۰ کلن ځوان حقاني چې د مرکې ځآی یې ندی معلوم په خپله دغه مرکه کې د القاعدې له ډلي سره د طالبانو په نږدې موجوده همکارۍ ټینګار کوي او وایې چې طالبان او القاعده د جګړې په ډګر کې نږدې همکاري سره لری.
آژانس لیکي چې دیرش کلن سراج الدین حقاني د جلال الدین حقاني زوی دی او نوموړی په خوست او پکتیکا کې د طالبانو د قومي شورا یو با نفوذه شخصیت هم بلل کیږي.
نوموړي په خپله دغه مرکه کې ویلي چې اشغال ګر ځواکونه دمګړۍ یو څو محدودې سیمې په واک کې لري او بس.
حقاني دا هم ویلي چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې ډیر ضعیف کړای شوي دي او همدا یې دلیل دی چې اوس دوي له عربي ملکونو څخه د خپلو عملیاتو د په پښو درولو لپاره عرب جاسوسان استخداموي.
حقاني د خپلو خبرو پر مهال د ناټو د هغو قوماندانو ادعا هم رد کړه چې ګواکي دوي په جنوب کې د طالبانو پر ضد بریالي شوي دي بلکې هغه وویل چې دا د ناټو د پروپاګندا جګړه ده او طالبان په ټول افغانستان کې بریالي توب ته د رسیدو په حال کې دي.
نوموړي انټرنټ د هغه پر وینا په جهاد کې یوه مهمه وسیله په ګوتو کړه او زیاته یې کړه چې اسلامي ویب پاڼي باید د دښمن د مورال د ضعیفه کولو لپاره په دقیقو خبرونو او اطلاعاتو تمرکز وکړي.
حقاني په خپله دغه مرکه کې ویلي چې د ده وینا د نړۍ ټولو مسلمانانو ته متوجه ده.
سراج الدین حقاني د خپلې دغې مرکې په پای کې ویلي : (( له مجاهدینو سره مرسته وکړﺉ، په هره برخه کې، د جګړې په هر ډګر کې، په پیسو، په پوځي مرستو او په الکترونیکي وسایلو له مونږ سره مرسته وکړﺉ)).