سرچینه: د بریټانیا ټلګراف ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د پاکستان یوه عالې رتبه چارواکي له تلګراف ورځپاڼي سره په مرکه کې په افغانستان کې میشت د نا ټو ځواکونه د فراري طالبانو په نیولو او تعقیب کې پاتې راغلي بللي دي.
ورځپاڼه په خپله ننۍ ګڼه کې لیکي چې شاوخوا اوه سوه طالب جنګیالي وروسته له هغه د پاکستان له خاورې د افغانستان سرحدي سیمو ته تښتیدلي کله چې دغلته د پاکستان د اردو عملیات پیل شول.
خو د ورځپاڼي په باور چې پاکستاني پوځي جنرال ناټو په هغه څه کې ګرمه بولي چې دی یې د افغانستان خاوري ته د طالبانو تیښته بولي.
ورځپاڼه د پاکستان د اردو له یوه مقام نعمان سعید څخه چې په سوات کې د یوه ډلګي مشري پر غاړه لري لیکي چې مونږ د دغې تیښتې په اړه بد احساس کوو .
د نعمان سید قطعې له سوات څخه د طالبانو په شړلو کې مهم رول لوبولی دی.
نعمان سعید ویلي چې کله دوي عملیات پيل کړل ناټو ته یې وویل چې د افغانستان پولي ټینګي کړي چې دغه د پاکستان له خاورې تښتیدونکي طالبان افغانستان ته په تیښته بریالي نشي خو د نوموړي پر وینا چې نا ټو په دې باب هيڅ راز غبرګون و نه ښود.
د پاکستان د اردو دغه مقام ویلي چې پاکستاني پوځيانو داسي استخباراتي معلومات درلود چې د افغانستان په کنړ ولایت کې د طالبانو یوه مهمه ډله چې د پا کستان په غرنیو سیمو کې یې فعالیت درلود په وسلو سمبالیږي خو ناټو او افغان دولت د دغو طالبانو د واضح مرکز د ړنګولو لپاره هیڅ و نه کړل.
ورځپاڼه لیکي چې دغه پاکستاني افسر په داسي حال کې دا خبري کولي چې د ناټو یوه قطعه د افغانستان د کنړ ولایت د کرنګل له درې څخه ووته.
ټلګراف ورځپآڼه لیکي له کله راهیسي چې پاکستان دخپلو قبایلي سیمو د کنټرول لپاره پوځي عملیات پیل کړي ، ۱۵۰ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۶۵۰ نور ژوبل دي او په عین وخت کې پاکستانی اردو د ۲۴۰۰ طالبانو د وژلو او همدا راز د ۷۵۰ د تسلیمدو او افغانستان ته د ۷۰۰ تنو نورو د تیښتې خبر ورکوي.
ټلګراف ورځپاڼه د مطلب په پای کې لیکي چې دا به وروسته ثابته شي چې ایا ریښتیا هم پاکستاني ځواکونه د زمرې د زړه په نامه په دغو پیل شویو عملیاتو کې بریالي ول که څنګه .