ایا د عراق طرح به په افغانستان کې کار ور کړي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34892
ژباړن: ولي اکبر زاده
دخبریدو نیټه : 2010-04-18


لیکوال: الیګ ګریبکوف/ سرچینه: ریانووستي

د پوځي چار افغان او بهرني شنونکي د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د افغان اردو او بهرنیو ځواکونو د بریالیو عملیاتو په اړه تبصرې کوي. په دغه ولایت کې د امریکا پلیو ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو په ملګرتیا سره د یو لړ پوځي عملیاتو په ترڅ کې د مارجې وړوکی ښار، چې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو عمده او مهم مرکز ګڼل کېده، په خپل کنټرول کې راوست.  هغوی وایي، چې په یوه بل نارامه ولایت کندهار کې هم ورته عملیات اجرا کوي. یو شمېر شنونکي سره له دې ، چې د دغو عملیاتو د پوځي اړخ پر بریالیتوب اعتراف کوي، یو لړ اندېښنې هم لري.
هغوی انېښنه څرګندوي، چې د بهرنیو ځواکونو نوې ستراتیژي د افغانستان د حکومت پر هغه پلان د بطلان کرښه وباسي، چې په دې وروستیو کې یې دولت ته د منځلارو طالبانو د جذبولو لپاره په پام کې نیولی دی. دا یوه د بحث وړ مساله ده.
د امریکا د متحده ایالاتو د استازو له ویناوو داسې ښکاري، چې امریکا له طالبانو سره پرمذاکراتو هیڅ ډول مدلل ایډیولوژیک ممنوعیت نه لري، په همدې خاطر هغوی په هیڅ وجه ددې مخالف نه دي، چې د خپلو متحدانو په ډله کې یې شامل کړي. خو له دې سره سره، امریکا به له هغوی سره خبرو اترو ته هغه وخت ترجیح ورکوي، چې شرایط د امریکا په ګټه وڅرخي. په بله وینا، امریکایان له خبرو اترو ډډه نه کوي، خو غواړي دغه جریان د زور او قوت له دریځ نه پر مخ بوځي.
واشنګټن په عراق کې هم په دريو ورستیو کلونو کې خپل تکتیک په همدې ډول عیار کړی و. کله، چې عراق د ایتلافي ځواکونو تر برید وروسته د جګړې په ډګر واوښت، امریکایان په ظاهره دې ته متوجه شول، چې دوی په عراق کې ځینې کارونه په ناسمه توګه پرمخ بېولي دي. د امریکا د دفاع وزارت ( پنټاګون) د اوسني وزیر رابرټ ګیټس په رهبرۍ یو نوی پلان طرح شو. د دغه پلان مهمې ځانګړنې مجازات او تشویق و.  امریکایي ځواکونو پر عراقي جنګیالیو خپل بریدونه چټک کړل او په عین حال کې یې پر هغو قومونو او قبایلو پیسې ووېشلې، چې له هغوی سره یې مرسته کوله او یا لږ ترلږه یې د بې طرفۍ ژمنې ورکړې. دغه کار  په عراق کې په ایډیالوژيكه توګه بریالی نه شو.  یو شمېر هغوی، چې د امریکا ملاتړ یې کړی و، د بېلابېلو عواملو له مخې بېرته د جنګیالیو لیکو ته ورغلل. نورو یې له متحدانو سره خپله وفادري وساتله، خو په نتیجه کې ، کله ، چې هغوی ته اړتیا نه محسوسېده، په خپل حال یې پرېښودل.
په هر صورت د ګیټس نوي تکتیک د عراق په ثبات کې خپل رول، که سطحي هم و، ترسره کړ. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، رابرټ ګیټس غواړي همدغه تګلاره اوس په افغانستان کې وکاروي. خو ایا د عراق تجربه په افغانستان کې کار ورکړي؟ ځکه په دغو دوو هېوادونو کې شرایط یو تربله فرق کوي.
دغه تګلاره په مجموعي شکل په عراق کې اغیزناکه وه، خو په افغانستان کې اوضاع تر ډېره حده بل ډول پرمخ ځي. د دغو دوو هېوادونو د وضعیتونو ترمنځ ګڼ شمېر ګډ  وجوهات شته، خو یو شمېر اصولي توپیرونه هم موجود دي. په عراق کې د خلکو د متنوع ملي او مذهبي ترکیب له اړوندو ستونزو سره سره، د یوه متمرکز او مستحکم حاکمیت لپاره هلې ځلې شته دي. هلته خلک کولای شي، چې له یوه مشخص حاکم سره مینه او یا کرکه وکړي، خو ډېر لږ داسې پېښیږي، چې یو څوک د قوي او پیاوړي حاکمیت له اړتیا نه سترګې پټې کړي. افغانستان یو بشپړ بېل تاریخ او همدا راز جغرافیایي موقیت لري.
په عراق کې کله هم د پښتنو ازادو قبایلو سیمې او ازادې پولې نه وې. په بله وینا، که امریکایان په رښتیا هم غواړي د عراق تجربه په افغانستان کې عملي کړي، هغوی مجبور دي، چې په خپلو تګلارو او پالیسیو کې بدلونونه راولي، خو دا کار هم د بریالیتوب د تضمین په توګه نه شو ګڼلای.