ُSundaytimes: ملاعمر له زړو شرطونو سره خوشبینه ښکاري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34901

دخبریدو نیټه : 2010-04-19

سرچینه: سنډي تایمز ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
 
د بیرټانیوۍ ټایمز ورځپاڼې په خپله یوه مقاله کې لیکلي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر دې ته تیار دی چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي خو یو شمیر شرطونه لري چې د پخوانیو په پرتله ورته نرم ویلای شو.


د سنډي ټایمز ورځپاڼې سره د طالبانو دوه تنو لوړپوړو چارواکو چې د کوټې د شورا غړي توب هم لري په یو خپاره شوي پيغام کې ویلي دي چې ملا عمر نور نه غواړي د دې څخه زیات په افغانستان باندې حکم وچلوي.

د سنډې ټایمز د راپور مطابق  د طالبانو لوړ پوړي مشران د " صادقانه خبرو" د کولو لپاره چمتوي دي او کولای شي ګډون پکې وکوي.

د امریکايي سرتیرو یو لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې دا څرګندونې د خبرو اترو کولو لپاره تیاری دی.

په ډيری اطلاعاتي منابعو کې داسې مدارک وجود لري چې طالبانو خبرو اترو ته چمتو دي.

 په یوه ناسته کې چې د شپې مهال یې په دې سیمه کې چې د طالبانو له خوا ادره کیږي ویلي دي چې د دوی جګړه د دریو موخو لپاره: د اسلامي شریعت را وستل، د بهرنیو سرتیرو وتل او د امنیت را وستل دي.

د طالبانو یو قومندان چې د خپل هویت د نه افشا کیدو لپاره یې خپل مستعار نوم " ملا عبدالرشید" ښودلی دی ویلي دي:" ملاعمر د دې څخه زیات علاقه مند نه دی چې د افغانستان په سیاست کې دخیل شي."

دا مصاحبه د یو تن افغان خبریال لخوا چې د دې ورځپاڼې لخوا ګمارل شوی دی تر سره شوې ده د دوه تنه لوړپوړو طالب قومندانانو سره چې د هیواد په سویل کې د طالبانو عملیات رهبري کوي تر سره شوې ده.

د سنډې ټایمز ورځپاڼه وايي چې دا مرکه یې د ملاعمر سره د ایړېکو پر اساس برابره کړي ده .