کندهار: د خبريالانو پريس کلب په خپل کار پيل وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34944

دخبریدو نیټه : 2010-04-21

احمد لودين

په کندهار کي د خبريالانو دپاره پريس کلب يا مطبوعاتي خونه جوړه اوتيره سه شنبه دخلکو پر مخ پرانستل سو .
هغه مراسم چي په همدي موخه د کندهار پريس کلب دغونډو په تالار کي جوړ سوي وه د لوړپوړو دولتي چارواکو تر څنګ د کندهار ټولو ازادو او دولتي خبريالانو ګډون پکښي کړى وو .
په غونډه کي د کندهار پريس کلب مشر او د اشنا راډيو خبريال فضل الرحمن وويل چي ياد کلب يي دهغو ستونزو دليري کولو په موخه د ځينو ملي سوداګرو په مالي مټ جوړ کړ چي دا مهال د لوي کندهار خبريالان ورسره مخ دي .دده په خبره چي په نوموړي پريس کلب کي به ټول خبريالان په همږغي سره ګډ کار کوي  او ددي پريس کلب ودانۍ به د ټولي حوزي د خبريالانو ګډه حجره وي .
فضل الرحمن وويل په کندهار کي د خبريالانو لويه ستونزه د ځينو مهمو خبرونو او پيښو پر وخت ژر د خبر نه سپيناوى دي . دده په خبره چي ددي پريس کلب په جوړيدو سره به  ټول خبريالان په يوه ږغ او يوه مټ د خپل ټاکلي ځاي په درلودلو سره  په مخ کي پرتي ستونزي ليري کړي .
کندهار والي توريالي ويسا هم په خپلو خبرو کي د کندهار پريس کلب په جوړيدو خوښي وښوده او ژمنه يي وکړه چي د کندهار دولتي اداره به ددي پريس کلب د ټولو خبريالانو سره بشپړه همکاري کوي . والي غوښتنه وکړه چي د کندهار خبريالان دي يوازي امنتي پيښو ته اوليت نه ورکوي بلکه ددي ولايت لاسته راوړني او انکشافي کارونه  دي هم نشر سي .
دا مهال په سهيلي حوزه او په ځانګړي ډول بيا په کندهار کي خبريالان له زياتو ستونزو سره مخ دي چي تر ټولو لويه ستونزه يي پر وخت د خبرونو نه پخلى دي . د کندهار خبريالان په دي اميد دي چي د کندهار پريس کلب په جوړيدو به دا ستونزي حل سي .
د کندهار پريس کلب مرستيال او دازادى راډيو خبريال دواخان مپنه پال وايي چي نوموړى پريس کلب نه هم د دولت او نه هم دبلي اداري سره اړيکي لري  او يوازي يي د ملي سوداګرو او پانګه والو څخه  د مرستو په راټولولو جوړ کړي دى  دده په خبره پريس کلب  نه د چادى ، نه د چا ملاتړ کوي او دملي کلتورونو او دودونو  په ساتلو سره  د خپل هيواد ملي ګټو ته ژمن دى او د هر چادى . مينه پال وايي چي په دي پريس کلب کي د ژورنالستانو د راټوليدو تر څنګ د ژورناليزم په برخه کي ځيني روزنيز پروګرامونه په لاره اچول کيږي او که څوک غواړي چي له خبريالانو سره د ځينو موضوعاتو په هکله خبري وکړي نو پريس کلب  به ته مراجعه کوي .