کندهار: ګمرکي عوايد ٤٠ سلنه زيات سوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34945

دخبریدو نیټه : 2010-04-21

احمد لودين

په کندهار کي د ګمرک مسوولين وايي چي د تير کال په پرتله يي په عوايدو کي دپام وړ زياتوالى  راغلى دي او دي ګټور بدلون يي ګمرکي چاري هم ګړندۍ کړي دي . د کندهار د ګمرک رياست ريس عزيزالله جلالزي بينوا ته  وويل  چي د دوي په ګمرکي عوايدو کي دپخوا په پرتله څلويښت سلنه  زياتوالى راغلي دي چي د زياتيدو لوي لامل  يي ددي ګمرک له لوري د ملي سوداګرو د مالونو د نرخونو کنټرول او تر ډيره ځايه د اداري فساد په برخه کي مخنيوي  دى .
عزيزالله جلالزي په خپلو  خبرو كي وويل چي په ديارلسوه اوه اتيا لمريز كال كي ددوي عوايد  يو ميليارد  او پنځه سوه ميليونه افغاني وه چي  په ديارلس سوه اته اتيا لمريز كال كي يي عوايد دوه ميليارده دوه سوه شپيته ميليونو افغانيو ته لوړ سوي دي هغه زياته كړه چي  ديارلس سوه نهه اتيا لمريز كال کي به د کندهار ګمرک عوايد نور هم زيات سي    
جلالزي وويل چي د کندهار ګمرک د نورو ولايتونو په پرتله د عصري سيسټم  څخه بي برخي پاتي دي  ځکه چي د اړتيا وړ ودانى نه لري . دده په خبره چي په سپين بولدک ولسوالى کي د کندهار د کمرک دپاره تاسسيات جوړيږي چي ددي تاسيساتو په جوړيدو بۀ د کندهار ګمرک کارونه هم ګړندي سي او د ددي تاسيساتو په جوړيدو به د ګمرک عوايد نور هم زيات سي .
عزيزالله جلالزي دا هم وويل چي دتير کال په پرتله يي په ګمرک کي تر ډيره ځايه د   اداري فساد مخه نيولي ده او اوس يي هم هڅي دا دي چي په ګمرکي ادارو کي د ادري فساد مخه  ونيسي .
په کندهار  کي اقتصادي کارپوهان وايي چي که چيري د اداري فساد مخه ونيول سي او  د دولت او نړيوالو دا ژمنه چي اداري فساد به  ورکوي ريښتيني وي نو په ټولو دولتي عوايدو کي به زياتوالۍ راسي چي په دي سره به  د دولت مالي توان هم  ځواکمن سي .