طالبان ادعاکوی چه دوی د کورنګل دره په مشرقی افغانستان کي هغه مهال فتحه کړه کله چی امریکایی پوځونه ددی سیمی نه ترشاشول.
څوورځی وروسته کله چه امریکاخپل پوځونه ددي سیمه نه د کومی پوځی موخي په وجه ترشا کړل. الجذیري راپورټرسیمی ته ورغلی وو او دایی په ښکاره توګه وموندل چه طالبان هلته کی فزیکی حضوراودسیمی پوره کنترول په لاس کی لري. کوم کمپ کی چه امریکایان اوسیدل هغه هم مکمل دطالبانوپه ولکه کی دي.
طالب جنګیالیوویلي دي دوی غواړی چه ددی سیمه نه د کنړولایت اونورو سیمو عملیات په لاره واچوی او ددی استراتیژیک موقیعت په ګټه اخیستوسره به ددوی واک به سیمه کی نورهم وغزول شی.
انوردطالبانویومحلی مشردالجذیری راپورترقیس عظیمی ته ویلی دي : (چه دوی ډیرزیات دسونګ مواد اومهمات(هاوان توپ،توغندی،اوګولی) کوم چي دامریکایانونه پاتی وه ترلاسه کړي دي.اوهغه زیاته کړی ده که خدای کول دابه دامریکایانوپرځدوکاروو.
دسیمی خلک هم هلته راغلی ول،یوه اوسیدونکی ویلی دی چه: ( زه په دی آند یم چه دبهرنیوپه تلون سره به په سیمه کی ثبات بیرته ستون شي.مونږ امریکایان نه غواړو،مونږجرمنیان نه غواړو،مونږبهرنیان نه غواړو... مونږ سوله غواړو.مونږ طالبان غواړو، مونږ اسلام غواړومونږ ددی نه علاوه هیڅ نه غواړو).
ډګروال واین شنکس دامریکای پوځیانویوویونکي ویلی دی:”مونږ پردي ښه پوهیدو کله چه مونږ ترشاشوداامکان لری چه یاغیان به دسیمی واک ترلاسه کړی.خومونږتراوسه په دی آند یو چه دترشاکیدوفیصله زمونږدموجوده منابعواوموخو پربنسټ شوی ده‟.
امریکایی مقامات وایی چه:( دسونګ مواد مونږپه قصدی شکل دسیمی د خلکودپاره پریښودلی ول.حال دا چه مهمات اوحربی توکي ټول انتقال یا دمنځه یوړل شوی دي.داټول مونږ د جنرال ستنلی مک کرستل په امرکړی دي ددي دپاره چه خپل منابع دښارونوخواته متمرکزي کړو).مارک پری لیکونکی اودامریکي دپوځي چارو شنونکی وایی:(دغي ترشاکیدو ته نه کوم قطعی بری اونه قطعي ماتی خوړل ویلي شو.خوداټول دپخواني ستراتیژی پراساس پلی شویدی)
هغه زیاته کړه :(دایوه ډیره کوچنی جګړه ده)
داسمه ده چه مونږ هغه سیمه پریښوده ولی چه مونږ نه غوښتل نورهلته پاتی شو.
زمونږپوځی ستراتیژی داده چه طالبان او القاعده باید شنډ شي په هر ډول څه امکان ولري. او دافغانستان دحکومت دپاره دا زمینه مساعده کړوترڅوپه ټولنه کي خپلی ريښی وځغلوي.
مؤخذ: http://english.aljazeera.net/news/asia/2010/04/20104196826856839.html