سرچینه: خلیج ټایمز ورځپاڼه
میرویس جلالزی
د خلیج ټایمز انګریزۍ ژبې ورځپاڼې چې په خلیج او د نړۍ په نورو ګڼ شمیر هیوادونو کې په انګزیزي ژبې نشرات کوي امریکا ته د حامد کرزي په قریب الوقوع سفر یوه لیکنه خپره کړي ده .
د خلیج ټایمز ورځپاڼه لیکی چی دمې په میاشت کی به دافغانستان جمهوررئیس حآمد کرزی واشنگټن ته سفر وکړی.
په دغه لیکنه کی دهغه په سفر اونورو مسایلو تبصره شویده.
ورځپاڼه لیکي چې واشنگټن ته به د کرزي له سفر روسته د جولای په میاشت کی یو کنفرانس وي چی د افغانستان په پرمختگ باندی بحث وشي چی هغه اهداف یی سر ته رسولی دی او که نه چی د هغه د حکومت لپاره د امریکا له خوا څخه د لندن په کنفرانس کې ټاکل شوي وو.
خلیج ټایمز لیکی چی ښاغلی کرزی په دی نږدې وخت کی په افغانستان کی د نړیوالو سوله ساتونکیو قواو یا ایساف دفترته په کابل کی تللی و.
دا لومړی ځل و چی هغه ته دعملیاتو په باب لنډ معلومات ورکړل شو.
ددی خبری اهمیت په دی کی دی چی دا کار افغانستان ته د یو ستراتیژیک شریک اوهمکار حیثیت ورکوی .
خلیج ټایمز لیکي چې د حیرانتیا خبره خو دا ده چی افغانستان ته له نهه کلونو نه وروسته دا حیثیت ورکړل شو چې ولسمشر یې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پلان وګوري او په خپل صلاحیت یې رد او یا تاید کړي.
د ورځپاڼي په باور چې بهرنیو قوماندانانو تر دې دمخه هیڅ کله هم په افغانستان کې له افغان ولسمشر څخه په یوه سیمه کې د خپلو عملیاتو د پیلیدو په باب اجازه نه وو اخیستي او هغوي خو هیڅ کله هم د کرزي هغه غوښتنې نه وي منلي چې دلته عملیات کوی او دلته یې مه کوﺉ.
خلیج ټایمز لیکی چی د هلمند په تهاجمی جگړه کې د افغان امنیتي ځواکونو قواو له زیات رول څخه دا خبره څرګنده وه چې اوس افغان اداره په عملیاتو کې مخ کښ رول لوبولي او غواړي چې بهرنیان د عملیاتو له قوماندانۍ محروم وساتي دا ځکه چې د هغوي قومانداني د افغانستان په کلیو کې موثریت نشي لرلای.