منبع: رویټرز
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د رویټرز خبري رسنۍ په افغانستان کې د حکومتي ادارې د وړتیا د ټیټ والي په اړه یوه مقاله خپره کړي او هغه یې دغلته د حکومت او نړیوالي ټولني د هڅو پر وړاندي د جدې خنډ په توګه یاده کړي ده .
رویټرز لیکي کله چې د امریکا سمندري ځواکونو د هلمند ولایت د مارجې ولسوالي له طالبانو نه، د فبروری په میاشت کی ونیوله، نو هغوی په دې هیله وو چی ځايي افغان حکومت به په بیړه باندی خپل کارونه دغلته سمبال کړي او حکومتي واکمني به د صالمو ادارو په جوړولو سره پراخه کړي خو دا کار له هغی اندازی نه چی تصور یی کیده سخت و.
رویټرز لیکي چې د افغان حکومت د ولکې ضعیفه پراختیا دا ښیې چې دا ستونزه په ټول هیواد کی موجوده ده.
د افغانستان د حکومت لپاره د یوی مسلکی اداری او کاري ځواک په جوړیدلو باندي د بحثونو پر مهال وویل شول چی دحکومت د ادارې کفایت او کاري ځواک ډیریدل به د حکومت اعتبار زیات کړي او هغه نیمګړتیاوې به لري کړي چې خلک ورته په ادارې فساد له ککړ حکومت څخه زیږنده بولي.
آژانس لیکي چې دافغان حکومت ضعف ته چې خلکو ته بنسټیزه امنیتی خدمات په هغو سیمو کی برابر کړی چی طالبان ترینه ایستل شویدی؛ پخوا په دې سترگه کتل کیدل چی دا د اوباما د حکومت د اورپکۍ ضد ستراتیژی لپاره یو خطر گڼل کیږی.
په ډیرو ولسوالیو کی د حکومت ډیری څوکۍ تشی دی ځکه چی چارواکی له د وامدار امنیتی خطر سره مخ دی.
رویټر د غلام جیلانی پوپل له قوله لیکی چی ډیر تعلیم یافته کسان په ډیر وخوندی وظیفواو غټو تنخواه گانو پسي گرځی او هغه زیاتی په شخصی کمپنیو کی پیدا کیږی.
غلام جیلانی پوپلدافغانستان د محلی اورگانونو د ادارې رئیس وایي بشري قوې ته په عاجل ډول ضرورت لیدل کیږی.
هغه د یو مثال په ترڅ کی وویل چی د ٧٥حکومتی بستونو له جملی نه یوازی پنځه ببستونه په یوه ولسوالۍ کې تیر کالډک شویدی.
شپږ ولایتونه تر اوسه پوری حکومتی ودانۍ نلري او یو شمیر نور یې بریښنا نلري.
پر دی سر بیره طالبان ځایی چارواکی په نښه کوی. په همدی لړ کی هغوی دکندهار د ښاروالۍ مرستیال څو ورځی مخکې هغه وخت وواژه چی هغه په یوه جومات کیې لمونځ کاوه.
رویټر لیکي برید جنرالجان نکلسن چې د امریکا په دفاع وزارت کې د پاکستان او افغانستان دهمکارۍ د جرگه گۍ رئیس دی وایې چې د حکومت او حکومتدارۍ دمسایلو په اړه به موږ په راتلونکیو ورځو کی له ډیرو ستونزمنی ورځو سره مخ شو.
یوه بله ستونزه چې د سیمیزو حکومتونو اعتماد او اعتبار ته تاوان رسوي هغه د پولیسو د کاراجراات دی.
که څه هم امریکا او شریکان یې هڅه کوي چې له هغوی سره مرسته وکړی چی ښه تقویه او مجهز شی او دهغو سیمو امنیت تامین کړی چی طآلبان ترینه وایستل شی.
جنرال نکلسن وویل چی د یو اټکل له مخی د افغانستان د ١٠٢ زره پولیسانو له جملی نه یوازی دیرش فیصده روزل شوي دي.
هغه وویل چی موږ داسي ځواک لرو چی ټوپک ورسره شته دی خو اکثریت یی هیڅ روزنه نلري.
متقاعد ډگروال جیف هینز چی په ٢٠٠٨ م کال کی په افغانستان دامریکا له پوځ سره لیږل شوی و او اوس څیړنی او تحلیلونه کوی؛ وایی چی پکارده دافغانستان دملی اردو کارونه هم گړندی شی، ځکه هغوی ته دمشرتابه ډیر قوی نقش ور سپار ل شویدی. هغه وویل چی اکثرا په اردوکی ددوستانو، خپلو انو او اشنایانو پالنه موجوده ده او په داسی محیط کی ډیرسخت کارد ی چی یا چاته سزا ورکړل شی او یا چاته دهغه د ښه کار انعام ورکړل شي.
هغه زیاته کړله چی پکارده په اداری فساداخته منصبداران له خپل ځای نه لیری کړی شی.
هغه وویل چی داخلک ډیر زیرک اوهوښیاردی او ډیرڅه کولای شی او موږ لوبوی.
رویټرز د مطلب په پاې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له یوه مامور څخه په نکل لیکي چی امریکا ډیري کلکي هلي ځلی کوی چې دافغانستان دخلکو او دهغوی د حکومت ترمنځ اړیکي ټینګي کړي خو دغه کار ډیر ستونزمن ښکاري.