په كندهار كي د ارواښاد حبيب الله تږي ياد غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3509
خليل الله سروري
دخبریدو نیټه : 2005-08-22

خليل الله سروري - كندهار

نن د زمرى دمياشتي پر ۳۱ مه د دوشنبي په ورځ دكندهار ښار په د افغان مطبوعاتي او فرهنګي مركز آئينه كي د ارواښاد استاد حبيب الله تږي په ياد غونډه جوړه سوه .

         په دي غونډه كي دكندهار ولايت داطلاعات ،كلتور او ګرځندوي رئس ښاغلي عبدالمجيد بابي ، دسهيل لويديځ زون دټولټاكنو مشر ښاغلي عبدالقاهر واصفي ، او د نوموړي دفتر د عامه پوهوني جاپاني مشر ښاغلي فوجي سن او نور دولتي چارواكو سربيره د كندهار ولايت له بيلابيلو  سيمو ، هلمند، زابل  او غزني ولايتونو څخه ليكوالو ، شاعرانو او د ارواښاد تږي د هنر او پوهي مينانو ګډون كړى و.

        غونډه د ماپښين پر څلور و بجو د قرآن كريم د څو اياتونو په لوستنه پيل سوه.

        وروسته د افغان ولسمشر حامد كرزي د خواخوږي پيغام دښاغلي بابي له خوا ولوستل سو ورپسي د  ښاغلي مطيغ الله روهيال له خوا د ارواښاد حبيب الله تږي پر ژوند ليك ړنا واچول سوه بيا په ترتيب سره د زابل د والي دلبر جان ارمان  ، له هالينډ څخه دسلام فرهنګي ټولني  ، له جرمني څخه دافغانستان د كلتوري ودي ټولني ، په سويډن څخه ددوستي پرهنګي ټولني ، له غزني څخه د لونګ فرهنګي ټولني ،په كندهار كي دهيواد او بينوا فرهنګي ټولنو ،ښكلا،هوسۍ مجلو ،بينوا ويبپاڼي ،سورغر اونيزي او افغان آزادي راډيو پيغامونه ولوستل سول.

    وروسته دسهيل لويديځ زون دټولټاكنو مشر عبدالقاهر واصفي او د نوموړي دفتر دعامه پوهوني مشر ښاغلي فوجي سن چي لنډي وينا يي وكړه البته ښاغلي فوجي سن په پښتو ژبه وږغيد او پښتو يي يوه خوږه ژبه و بلله او ځوانانو ته يي وويل: چي تاسو بايد خپلي ژبي ته كار وكړي او د ارواښاد تږي ځاي ډك كړي .

     وروسته له غوني څخه هميم جلالزي خپله ليكنه ولوستله او د استاد پر ژبپوهنه وږغيد ،وروسته له كاناډا څخه د پروفيسر خالق رشيد ليكنه چي له بينوا ويبپاڼي څخه اخستل سوي وه د غلام سخي نوريوال له خوا د غونډي ولوستل سوه.

      د غونډي په دويمه برخه كي مشاعره تر سره سوه او د ماښام پر اووه بجي پاي ته ورسيده .

 

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری