فرانس پرس: کندهار د ترورونو په غیږه کې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35147
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزې
دخبریدو نیټه : 2010-04-29

سرچینه: فرانس پرس آژانس

د شنبې په ماښام په جنوبي ښار کندهار کې دوه مخ پټې سړي له موټر سایکل څخه را ښکته شول، وسلې یې را ویستلي او د بازار په منځ کې یې یو سړی په مرمیو وویشت او له سیمې وتښتیدل. فرانس پرس لیکي چې وژل شوی کس حاجي عبدالحي وو، یو قومي مشر چې د حامد کرزي د غرب پلوې حکومت سخت ملاتړی وو هغه حکومت چې طالبان یې پر وړاندي جنګیږي. په کندهار کې د حکومت پلوه قومي مشرانو، حکومتي چارواکو او مخورو کسانو ترور په یوه عادې او ورځنۍ مسله بدله شوي ده . په دې ورستیو میاشتو کې په کندهار ښار کې له شرمه ډک او خطرناک ترورونو په ښار د ویرې سیوری غوړولی او د کابل د حکومت لپاره هم دغه مسله ډیره له شرمه ډکه ده، هغه اداره چې د قوې واکمنۍ خبري کوي. د ملګرو ملتونو سازمان د دوشنبې په ورځ په کندهار کې خپلو۲۰۰ کورنیو کارکونکو ته وویل چې د ځاني خوندي توب لپاره د کور دننه پاتې شي او بهرني کارکونکي یې په همدې ورځ له کندهار څخه کابل ته را کډه کړل. حامد کرزي د ملې امنیت د شورا سره په بیړنۍ غونډه کې په خپل پلرني ټاټوبي کې د ورستیو پیښو په اړه خبري وکړي. د کرزي ویاند وحید عمر وویل چې په دغه غونډه کې کرزي د هغه پلان په باب خبري وکړي چې له مخې یې د دغو بریدونه مخه ونیول شي او دغه پلان به په خپله څارې. کله چې د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریس عبدالمجیدبابۍ په کندهار کې ترور شو له هغې ورځي را پدې خوا ۱۲ هغه کسان په مرموز ډول په کندهار کې ترور شوي چې په یوه ډول نه په یوه ډول یې له سیمیزې ادارې سره تړاو لرل. دغو قتلونو ناټو او امریکایې ځواکونه دې ته اړ کړل چې دغلته پراخ پوځي عملیات پیل کړي، تر څو د بغاوت مخه ډب کړي. کندهار په ۱۹۹۰ کال کې د طالبانو اصلې ټاټوبی وو او له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پوري د طالبانو د حکمرانۍ اصلې سیمه وه. اوس ویل کیږي چې د کندهار ډیري سیمې د طالبانو په ولکه کې دي او د ګاونډیو ولایتونو یو شمیر سیمې هم د طالبانو تر قوماندې لاندي دي. ناټو او امریکا په افغانستان کې ۱۲۶۰۰۰ سرتیري لري. دغه شمیه به په اګسټ میاشتې کې ۱۵۰۰۰۰ ته ورسیږي. وسله والو طالبانو ویلي چې عبدالحي دوی وواژه ځکه چې له حکومت سره یې کار کاوه. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وویل چې دوي به د خپلو قتلونو دغه کمپاین جاري ساتي. احمدي ګواښ کړی چې هر هغه کس به ووژني چې د هغه پر وینا له لاس پوڅي حکومت سره کار کوي. اوس د کندهار ډیر خلک په ویره کې ژوند کوي ځکه چې هره شیبه د ترور اوهره شیبه د چاودنې امکان شته . حکومتي اداره وایې چې په کندهار کې ډیرو حکومتي چارواکو له دندو استعفاوي کړي. چارواکې وايي چې که حالت همداسي ادامه پیدا کړي ډیری حکومتي چارواکي به له طالبانو سره یو ځای شي او دندې به پریږدي. د کندهار یو شمیر عالي رتبه مقامات وایې چې حکومتي مامورین د ځان له ویرې له طالبانو سره یو ځآی کیږي چې باید د دغه کار مخه ونیول شي. په کندهار کې وروستي ترورونه دغلته د حامد کرزي واکمني ضعیفه کړي ده هغه واکمني چې په نورو جنوبي او ختیځو ولایتونو کې څه نا څه ښه ده . فرانس پرس آژانس ته د دوست محمد په نامه یوه خباز ویلي چې حکومت دوي نشي ساتلای دا ځکه چې هغوي د طالبانو له چاودنو او ځانمرګو بریدونو سره لا وختي په جنجال کې پاتې دي او اوس به مونږ څوک وساتي، زه هره ورځ راډیو اورم چې بیا به څوک ترور شوی وي . د کندهار د والي نظاق زلمي ایوبي فرانس پرس ته ویلي چې دوي په هغه پلان کار کوي چې د نویو رامنځ ته شویو دغو ګواښونو مخه پرې ونیسي. فرانس پرس په پای کې له ایوبي څخه په حواله لیکي چې د مخورو کسانو د ترورونو مسله اوس په لوړه کچه کې قرار لري او د نوې پلان له مخې به د دغې ستونزې هوارولو ته رسیدګګي وشي.