CNN: خبریالې په افغانستان کې خطرناک مسلک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35156
ژباړه او ترتیب:میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-04-29

سرچینه: سی ان ان

قندهار - افغانستان

پرس کلپونه د نړۍ په هره برخه کې شته له هانکانګه تر سدنې او له نیویارک بیا تر نوې ډهلي . په دغو کلپونو کې خبریالان سره را ټولیږي، په کارونو او مسایلو خبري کوي او وخت نا وخت چای هم سره څښي. ځیني یې کوچني او د خوشګزرانۍ لپاره دي خو ځیني یې لوی او ځیني وخت خودنما دي. خو ما هیڅ وخت هم داسي پریس کلپ ندی لیدلی چې وسله وال ځواکونه یې وساتي، په کانکریټي موانعو پوښل شوی وي او په بام یې وسله وال مورچه ولري. د کندهار پرس کلپ ته ښه راغلاست. افغانستان چې پکې هره حرفه خطرناکه ده او سیمیز خبریالان هم د دغه خطرناک لیست په سر کې قرار لري. دلته په کندهار کې چې د افغانستان دوهم لوی ښار دی ځيني خودجوشه مطبوعات لیدل کیږي. دلته ورځپاڼي، اونیزې، ټلویزیوني چینلونه او داسي نورۍ رسنې لیدل کیږي چې د غربي ناظرینو پر وینا د پام وړ خپلواکي دي. د سې ان ان خبریال وایې چې تیره اونۍ په کندهار کې له کاناډايي او امریکای ځواکونو سره د رپوت د رابرولو پر مهال په ښار ګرزیده چې د کندهار د پرس کلپ افتتاحیه مراسمو ته ور وبلل شو او ورغی. خبریال وایې چې د کاناډايې ځواکونو د یوه زغروال موټر په شا کې د ده ناسته او له سرتیرو سره د جګړې ډګر ته تګ دا ښیې چې دغلته حالات څومره خطرناک دي او یو خبریال څومره په خطرناکو حالاتو کې خپله دنده پر مخ بیایې. ډیری بهرني خبریالان چې دغلته د کومې مسلې د خبري پوښښ لپاره ځي وسله وال له ځان سره لري . هغه خارجي خبریالان چې د کندهار ښار په دننه کې د دفاترو په منځ کې کار کوي په هغو کانکریټي سترو خنډونوساتل کیږي چې د دوي تر اقامات ځایونو را تاو کړای شوي دي خو هغه نور چې یې د باندي ځي د شخصي امنیتي کمپنیو له لوري یې ساتنه او څارنه کیږي. که چیرته تاسو افغان یاست خپله کامره او کتابچه راواخلۍ او د کندهار هرې برخي ته چې په رپوټ پسي ځي آزاد یاست. تاسو خود مختاره یاست هر هغه ځای ته چې پکې غلط خبر، غلط خبري عنوان او غلط تصویر اخلۍ ولاړ شي او یو غلط سړی ښایې ستاسو ژوند ته د پای ټکی هم کیږدي. د صدیق خلیق په نامه د کندهار د هیواد ټلویزیون یوه خبریال سې ان ان ته ویلي چې په کندهار کې د خبریال په توګه کار کول ډیر خطر ناک کار دی، او په خاصه بیا په دې ورستیو کې چې حالات ډیر کړکیچن دی، نوموړي ویلي چې دی پوهیږي چې د خبریالۍ کار څومره ارزښت لري او باید خپلې دندې ته دوام ورکړي. د سې ان ان خبریال لیکي چې یوازي خلیق ندی چې د کندهار د حالاتو څخه ویره لري بلکې ډیری کندهار میشته خبریالان په ویره کې ژوند کوي او له هر اړخ څخه تر فشار لاندي دي.