لاس انجلس ټایمز:پاک قاچاقبرافغان بم جوړونکي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35228
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-05-02

سرچینه: لاس انجلس ټايمز

  نیټه: د مې میاشتې دریمه

 

 امريکايي ورځپاڼي لاس انجلس ټايمز په خپله ننۍ ګڼه کې له پاکستان څخه افغانستان ته د چاودیدونکو توکو د قاچاق پر مسلې چې د کابل د حکومت جدي اندیښنه یې را پارولي یوه لیکنه خپره کړي ده . لاس انجلس ټایمز لیکي چې هره اوونۍ دوه ځلې د هغو موټرو کتارونه افغانستان ته ځي، چې په لسګونو ټنه امونيم نايټريټ په کې بار دي. ورځپاڼه ليکي، دغه مواد د شپې له خوا د پاکستان له امنيتي پوستو تېرېږي او د تورخم له سرحدي پولې افغانستان ته داخلېږي. د دغې پولي امنیتي حالت څپ څپانده دی او پرې د دوړو ملکونو سرحدي ځواکونه پوره واک نلري.

لاس انجلس ټايمز زياتوي د پاکستان پوليس، سياستوال، او بيوروکراتان پيسې اخلي او دغه مواد پرېږدي چې خپل اصلي منزل ته ورسیږي. ورځپاڼه ليکي، په هر کاروان کې تقريباً دوولس لارۍ موټرونه دي، چې په هر موټر کې ١٣٠ بوجۍ او په هره بوجۍ کې شاوخوا ۵۰ کيلوګرامه امونيم نايټريټ ځاى پر ځاى شوي، له دغو موادو په چاودنو کې استفاده کېږي. Los Angeles Times لیکي چې هره شپه ٨٥ ټنه دغه مواد افغانستان ته داخلېږي.

 د دغو کاروانونو يوه پاکستاني مسوول ورځپاڼې ته ويلي، تر پولې هاخوا ځينې کسان شته چې دغه مواد پر وسلوالو طالبانو خرڅوي. امونیم نایتریت هغه مواد دي چې تر دې دمخه به په افغانستان کې خرځيدل خو په دې ورستیو کې وروسته تر هغه چې مخالفینو له هغو څخه په بمونو کې کارول پیل کړل افغان دولت یې پر خرڅلاو او صادرولو بندیز ولګاوه. لاس انجلس ټایمز لیکي چې دغه مواد د افغانستان په دننه کې د تورې کرهنیزي سرې په نامه پیژندل کیږي او ترینه به په غټه اندازه بزګرانو کار اخیست.