ازادۍ راډيو خپلو اتلو اورېدونکو ته سوغاتونه وويشل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3528
فريشته جلالزۍ - کابل
دخبریدو نیټه : 2005-10-05

فريشته جلالزۍ کابل

 

د ازادی راډیو اتلان وټاکل ، په ټول افغانستان کی دکندهار اتل ترټولو  ستري او د پام وړ کارنامې لرلې .

د اتلانو د ټاکلو سیالي له کابو تیرو دوو میاشتو د راډیو له لاري پیل شوې وه

په زرهاوولیکونه له دې لاری راډیو ته را ورسیدل او په دی لړکي په سل هاوو اتلان د راډیو له لاري معرفي شول .

هرچا هغه څوک ازادي راډيو ته اتل ورپېژانده ، کوم چي اتل ورته ښکارېده .

د ازادی راډیو له لاری دسیمیزو اتلانو پدې سیالۍ کي ترټولو غوره لیکونو او ریښتونیو کیسو ته جایزې ور وویشتل سو ې .

د جایزو د ویش په ورځ د راډیو له خوا د کابل داستقلال دلیسې په تالار کي غونډه جوړه شوې وه چي لوړپوړي افغان حکومتي چارواکي ، په کابل کي د امریکې د سفارت د فرهنگي چارو مشر ، په کابل کي د نړیوالوسوله ساتو ځواکونو ویاند، یو شمیر مطبوعاتچیانو ، فرهنگیانو ، لیکوالانو او د راډیو د کارکونکو د کورنیو ځینو غړو برخه لر له .

د راډيو د تمثيل د برخي همکارانو د ستېج پر مخ ډرام ولوباوه ،  اوافغان سندرغاړی عبدالله کندهاري سندري وبللې .

دټول افغانستان د اتلانو له ډلي لومړی ځای د کندهار اتل ته ورکړل شو .

اتل شمس الله تراتلسو  زیات هغه ځوانان چي په نشو روږد  وو بیرته عادي ژوند ته راگرځولي وو او هغوی ته یې د عادي ژوند کولو امکانات برابرکړي و .

شمس الله اتلس کلن ځوان دی چي د کندهار ښار د لو والې په سيمه کي  اوسي  او هلته د پنبې ( پختې )  د وریشولو فابریکه لري .

اتلانو ته د ازادۍ  راډیو د پراگ د دفتر مشري شریفې شریف ، او دکابل دفتر ریس محمد امین مدقق  جایزې ورکړې .

د لومړي نمبر گټونکي ته یو جاپانی جنریتر ، له دوهم نه  تر شلم نمبر ګټونکي پوري  يو ، یو چینایی بایسکل اود سیالۍ پاته برخوالو ته د راډیو یوه ، یوه تصویري کلیزه له یوې  راډیو سره ورکړل شول .

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

موږک کښېکاږی چي اځور په غټه بڼه وګوری

 

د پورتنيو عکسونو غټه بڼه د همدې پاڼي په انځورونو کي کتلای شی