د استاد بينوا د ٢٥ تلين په ياد علمي سيمينار جوړ سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35437

دخبریدو نیټه : 2010-05-12

احمد لودين : کندهار

په کندهار کي د پښتو ژبي دلوي ليکوال او ادبي ، سياسي او علمي شخصيت ارواښاد عبدالروف بينوا  د مړيني د پيځويشتم تلين په ياد علمي سمينار جوړ سو .
په  مراسمو کي يي داولس مشر فرهنګي سلاکار سرمحقق زلمي هيوادمل ، دعلومو اکاډيمي نوموتو غړو ، دکندهار  او ګاونډيو ولايتونو ليکوالانو او په لسګونو شاعرانو ګډون کړي وو .
کندهار والي توريالي ويسا سمينار ته ليږل سوي  د اولس مشر حامد کرزي پيغام ولوست په پيغام کي د  استاد عبدالروف بينوا ، پر ژوند ، سياسي هڅو ، شاعرى او ليکوالى باندي خبري سوي وي  او زياته سوي وه چي ارواښاد عبدالروف بينوا د خپل دوران يو ممتاز او دخپل فکر خاوند شاعر او ليکوال وو چي په شعرونو کي يي لويه ځانګړنه دا ده چي چي لوستونکو ته نوي فکر پيدا کوي .
وروسته د کندهار د اطلاعاتو کلتور سرپرست ريس عبدالقديم پتيال د نوموړي وزارت د وزير سيدمخدوم رهين پيغام ولوست په ياد پيغام کي هم ورته څرګندوني سوي وي او استاد عبدالروف بينوا د پښتو د معاصر نهضت له مخکنيو ليکوالو او استادانو څخه بلل سوي وو .
همداسي په وار د علومو اکاډيمۍ غړي عبدالغفور ليوال د نوموړي اکاډيمۍ پيغام ولوست په هدي پيغام کي هم د استاد بينوا پر علمي ژوند رڼا اچول سوي وه . وروسته استاد سعدالدين شپون ، استاد عبدالرازق پالوال ، پوهنوال رسول باوري ،  ډاکټر حضرت مير توتاخيل او نورو ويناوالو په وار د استاد عبدالروف بينوا پر ژوند ، علمي څيړنو ، سياسي هڅو ، ليکوالى او شاعرى باندي رڼا واچول او تريتب سوي مقالي هم ولوستل سوي .
استاد عبدالروف بينوا پوره پنځويشت کاله مخکي  ژوند کاوه چي دخپل عمر تر نيمي پيړى زياته برخه يي دعلم او ادب په برخه کي تيره  کړي ده او د فرهنګ سنګر  ته يي  د اويا په شاوخوا کي علمي او ادبي اثار وړاندي کړي دي نوموړي که څه هم زده کړي ډيري نه وي کړي خو دا وړتيا يي درلوده چي دادب او تاريخ په برخه کي ارزښتمن او تاريخي کتابونه وليکي