په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له لورې د سيپټمبر په لسمه نېټه د لېورکوزن په ښارګوټي کې د افغان ـــ هوتکي پاڅون د درې سومې کاليزې جشن جوړېږي . دغه راز به په همدې ورځ د کندهار په تاريخي ښار کې د ټولنې او د کندهارد يو شمېر کلتوري ټولنو په ملګرتيا لويه غونډه جوړه شي.
د جرمني په غونډه کې د نړۍ له بېبلابېلو برخو يو شمېر پوهان او د افغانستان د تاريخ مينه وال برخه اخلي . ټولنه هيله لري چې په دغه غونډه کې به پنځه سوه تنه ګډون وکړي .
موږ ټولو هېوادوالو او د هېواد د تاريخ او د ملي ريښتينو وياړونو مينه والو ته يادونه کوو چې کولای شئ په دې غونډه کې ګډون وکړئ . هر هغه چا ته چې لا زموږ بلنليکونه نه دي وررسېدلي ، کولا ی شي په دې جشن کې برخه واخلي . تاسو کولای شئ چې له همدې پاڼې د تالار پته په دې توګه تر لاسه کړئ : پروګرام د تالار پته
د بېنوا ویبپاڼي خپرنيزه څانګه په پام کي لري چي ډېر ژر د یاد شوی سیمینار او جشن له پاره یوه ځانګړې پاڼه جوړه کړي چي د هغې پاڼي له لاري به تاسو د افغان هوتکي پاڅون د جشن په اړه په لیکلي ، انځوریز ، او ږغیزو رپورټونو کښي له وروستيومالوماتو برخمن شی .
د کندهار د غونډې په اړه هم دلته ځانګړي معلومات تاسو ته وړاندې کېږي چې وخت پر وخت به يې ولولئ .
د افغان هوتکي پاڅون دا ځانګړې پاڼه به ستاسو له خوا رالیږل شوي پیغامونو ته هم ځای ورکوي .
تاسو کولای شی د افغان هوتکي پاڅون د درې سومي کالیزي په اړه خپلي لیکني ، او پیغامونه د سیمینار په ځانګړې پاڼه کي د خپرېدو له پاره پر دې پته راولیږﺉ . info@benawa.com
د افغان هوتکي پاڅون د درې سومي کالیزي د سیمنارونو ځانګړې پاڼه